د پوهنتون اداري او خدماتي کارکوونکو ته د ميلاد النبي ﷺ په مناسبت علمي سېمينار واندې شو

Abdullah Saeed
Wed, Aug 26 2026 1:02 PM
SJAU

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون اداري او خدماتي کارکوونکو ته د دعوت او ارشاد او د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمريتونو په همغږۍ د مبارک ميلاد په مناسبت د بشريت د ستر لارښود حضرت محمد ﷺ پر ټولنيز او سياسي ژوندانه علمي سېمينار وړاندې شو.

دغه سېمينار چې د پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر مفتي عابدالله عمري له لوري وړاندې شو، د سېمينار برخه‌والو ته يې د نبي ﷺ د مبارک سيرت اړوند ځينې واقعې بيان کړې او د حضرت محمد ﷺ سره د محبت ساتلو او د پوره تابعدارۍ پر فوايدو يې تفصيلي خبرې وکړې. د یادونې وړ ده چې نوموړي آمريتونه د شرعي او دیني ارزښتونو د پیاوړتیا په موخه له ټاکل شوي پلان سره سم بېلابېل اصلاحي، روزنيزو او علمي سېمینارونه دایروي.

Latest news

Sun, Sep 20 2026 3:28 PM
Background image

د پوهنتون عمومي رئيس د روان خزاني سمستر له تدریسي بهیر څخه لیدنه او څارنه وکړه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس مولوي عبدالواسع منصور، د دعوت او ارشاد آمريت مسؤلينو په گډون د يو پلاوي په ملتيا؛ د لوړو زده‌کړو وزارت د روان کال څلورمې گڼې رهبري شورا د ۱۰. . .

Sun, Sep 20 2026 3:21 PM
Background image

د پوهنتون نړیواله مجله په معتبرو علمي ډیټابېسونو کې ثبت شوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي څېړنو معاونیت همکاران وتوانېدل چې د ياد پوهنتون ټولنيزو علومو نړیواله مجله په معتبرو نړیوالو علمي ډیټابېسونو او معلوماتي سېستمونو کې برخه ولري. په. . .

Sun, Sep 20 2026 3:07 PM
Background image

پوهنتون کې د نږدې ۱۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د یو شمېر برخو د رغونې پروژه پرانیستل شوه

نږدې د ۱۰ ميليونه افغانيو په ارزښت د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون په مختلفو برخو کې د سړکونو، پلو لارو، موټرو تمځای او چمنونو د رغونې پروژه پرانيستل شوه. تقريباً د ۱۰ ميليونه افغانيو. . .

BACK TO NEWS