د روان خزاني سمستر پيل شوې شل سلنه ازموينې په عادي ډول روانې دي
يادې ازموينې چې د تېرې شنبې په ورځ د نيم درسي فصل(سمستر) د تدریسي بهیر له بشپړېدو سره سم پيل شوې، له ټاکل شوي مهالوېش سره سمې په منظم او شفاف ډول روانې دي. د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور او د محصلانو مرستیال مفتي وقايت الله وقار حنفي د ازموينو له صحنو څخه د ليدنې او څارنې په ترڅ کې اړوندو مسؤلينو او استادانو ته سپارښتنه وکړه چې ازموينې دې د لوړو زدهکړو وزارت له اصولو او مقرراتو سره سمې په پوره شفافيت سره واخلي او پايلې دې پر خپل وخت له محصلينو سره شريکې کړي.
بل لور ته محصلينو د ازموينو له روان بهير څخه خوښي وښوده او ويې ويل چې د ازموينو لپاره مناسب چاپېريال برابر شوی او ټولې چارې د ټاکل شويو اصولو له مخې پر مخ وړل کېږي.
