سیدجمال الدین افغاني پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د اقتصادي شننو پروګرام !

sjau_admin
Mon, Aug 31 2020 11:17 AM
sjau

سیدجمال الدین افغاني پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د اقتصادي شننو پروګرام !
موضوع : د کونړ سیند اقتصادي ارزښت .
دسیدجمال الدین افغاني پوهنتون اقتصاد پوهنځي په نوښت د کونړ سیند اقتصادي ارزښت تر سرليک لاندې ترتیب شوی پروګرام چې څرنګه وکولای شو د کونړ سیند څخه اقتصادي ګټه واخېستل شي .
داقتصاد پوهنځي رئیس پوهنیار ذاکرالله ذکي په ټاکل شوې موضوع خبرې وکړې او ویې ویل چې په داسې یوه مکمله طرحه کار وکړو چې نه یوازې پر دغه سیند د برېښنا بند د جوړېدا هلې ځلې رنګ راوړي بلکې د دغه سیند نورې اقتصادي مزایاوې هم وڅېړل شي، چې څرنګه کېدلای شي پر بند برق سربېره په نورو کومو برخو کې او په څه ډول له دغه سیند نه ګټه اخېستنه صورت ونیسي د شنونکو له خوا ازاد بحث ترسره شو .
د بحث پای کې ښاغلي ذاکرالله ذکي هیله څرګنده کړه او ویی ویل چې له کونړ سرشار سیند څخه د مناسبې ګټه اخېستنې په موخه باید معقولې او هر اړخیزې طرحې ترتیب کړل شي ، له متخصصینو او مسؤلو چارواکو سره شریکې او په اړه یې عملي اقدامات ترسره شي.

Latest news

Thu, Jan 15 2026 9:35 AM
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزارت په مشرۍ د کابل پوهنتون له لوري په داير شوي کنفرانس کې د سید جمال الدین افغاني پوهنتون لومړی مقام خپل کړ

دغه داخلي کنفرانس چې«چاپېریالي پایښت، پېښو او طبیعي زېرمو مدیریت» تر سرليک لاندې په کابل پوهنتون کې داير شوی ؤ، د کونړ سید جمال الدین افغاني پوهنتون استادانو له لوري ليکل شويو علمي. . .

Thu, Jan 15 2026 9:27 AM
Background image

د ښوونې او روزنې پوهنځي استاد پوهنمل علمي رتبې ته د ترفېع په موخه خپل علمي کنفرانس وړاندې کړ

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د پښتو ژبې او ادب څانگې استاد پوهنيار خليل الله حنيف د پوهنمل علمي رتبې ته د ترفېع په موخه د(مرکبې قافيې د ډولونو څېړنه) تر سرليک. . .

BACK TO NEWS