د کار په ملي کنفرانس کې سید جمال الدین افغاني پوهنتون لومړی مقام خپل کړ

Abdullah Saeed
Thu, Jul 25 2024 9:00 AM
SJAU

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار ملي کنفرانس کې د کونړ سیدجمال الدین افغاني پوهنتون استادانو د افغانستان په کچه د علمي مقالو محتوا او د شمېر له مخې لومړی مقام تر لاسه کړ.

د سید جمال الدین افغاني پوهنتون استادان په داخلي ملي او نړۍ والو کنفرانسونو کې برخه اخلي او د لوړو زده کړو وزارت د څېړنې، تألیف او ژباړې ریاست له لوري په تر سره شویو کنفرانسونو کې خپل حظور ثابتوي، چې دا دی نن يې د کار په ملي کنفرانس کې یې لومړی مقام خپل کړ.

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون مشرتابه د دې لوړ علمي وقار د ترلاسه کولو په پار په ټوله کې افغان ولس او په ځانگړي ډول د پوهنتون ټول زيارکښ پرسونل ته مبارکي وايي.

د يادونې ده چې دې علمي بنسټ د پکتیا پوهنتون په اقتصادي پرمختیا کنفرانس کې دویم، د بدخشان پوهنتون د سیاحت په اړه جوړ شوي کنفرانس کې پنځم او د کابل ښوونې او رزونې پوهنتون د ښوونې او روزنې پرمختیايي کنفرانس کې یې اووم مقام تر لاسه کړی دی.

Latest news

Wed, Jun 03 2026 11:02 AM
Background image

د ښوونې او روزنې پوهنځي د کيميا څانگې لرليد، ماموريت او موخې

لر ليد

کيميا څانګه په پام کې لري چې په راتلونکي کې د مسلکي او لوړ رتبه کادري غړو، علمي څېړنو او پروګرامونو، د زده‌کړې غوره او مسلکي تواميتونو په کولو، محصلينو ته د غوره خدمتونو وړاندې. . .

Mon, Jun 01 2026 10:47 AM
Background image

د پسرلني سمستر نهايي ازموينې پيل شوې

دغه ازموینې د لوړو زده‌کړو محترم وزارت د لارښوونې له مخې او د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي شورا له پرېکړې سره سم نن ورځ چې د ١۴٠۵ هـ . ش کال د جوزا مياشتې له ۱۱مې نېټې سره. . .

Sun, May 31 2026 1:42 PM
Background image

د روان پسرلني سمستر نهايي ازموينې سبا پيلېږي

په سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې د روان ۱۴۰۵ تحصيلي کال د پسرلني سمستر نهايي ازموينې به سبا، د جوزا مياشتې پر(۱۱مه) نېټه پيل شي. دا چې د لوی اختر تر رخصتيو وروسته رسمي چارې په عادي. . .

BACK TO NEWS