د پوهنتون علمي شورا خپله نوبتي ناسته وکړه

Abdullah Saeed
Thu, Nov 14 2024 9:03 AM
SJAU

ياده کاري ناسته، چې پوهنتون د علمي چارو مرستيال قاضي عبدالهادي فضلي په مشرۍ وشوه؛ د محصلانو چارو مرستيال پوهنمل علي احمد بهار، د مالي او اداري چارو مرستيال قاري رحمن الله صادق، د پوهنځيو ريیسانو او د علمي شورا غړو په کې برخه لرله.

د یادې ناستې په پیل کې علمي مرستيال د شورا ارزښت او اهميت په تړاو هر اړخيزې خبرې وکړې او  وروسته له اجندا سره سم د کيفيت لوړاوي د مهالنۍ ارزونې له‌پاره هيئت ټاکل، کمپيوټرساينس پوهنځي د نويو ديپارتمنتونو ايجاد، قراردادي استادانو، پوهنتون د عمومي او فرعي کمېټو تعين، ملي کنفرانس له‌پاره د موضوع پر انتخاب، کرنې پوهنځي د څېړنيز فارم له‌پاره د ځمکې اجاره کول او د يو شمېر نورو موضوعاتو په اړه بحث او پرېکړې وشوې.

یاده غونډه د خیر په دُعا پای ته ورسېده.

Latest news

Sat, Nov 15 2025 10:49 AM
Background image

پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال د ترميم پروژې له روانو چارو لیدنه او څارنه وکړه

پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال حافظ مولوي محمدعثمان سعيد؛ د تهيې، تدارکاتو او خدماتو آمر محمد موسی محمدي، د مالي او حسابي چارو آمر قاري عمر شاهين او د نشراتو عمومي مدير عبدالله. . .

Thu, Nov 13 2025 3:05 PM
Background image

پوهنتون د اداري شورا په ناسته کې د حاضرۍ پر پابندۍ او د چارو په چټکتيا ټينگار وشو

ياده کاري ناسته چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د رييس شيخ عبدالمالک محسن په مشرۍ وشوه؛ د پوهنتون مرستيالانو، د پوهنځيو ريیسانو او د يادې شورا نورو غړو په کې برخه لرله.

پوهنتون رييس. . .

BACK TO NEWS