د اقتصاد پوهنځي استادانو له لوري د ترسره شويو څېړنو پايلې له اړوندو ادارو او گډونوالو سره شریکې شوې

Abdullah Saeed
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۰:۲۵
SJAU

په دې تړاو جوړې شوې غونډې ته د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن په خپلو خبرو کې په ترسره شويو څېړنو خوښي وښوده او زیاته یې کړه، چې څېړنه د هېواد پرمختگ ته زمينه برابروي او د پياوړي اقتصادي لپاره لارې چارې وړانديزوي. نوموړي همداراز د پروگرام له تنظيموونکو مننه وکړه چې د تضمين کيفيت د معيارونو په رڼا کې د خپلو څېړنو پايلې له اړوندو ادارو سره شريکوي.

غونډې ته د اقتصاد پوهنځي رييس پوهنيار حامد احمد مراد د پوهنځي په لاسته راوړنو او پرمختگونو خبرې وکړې او ورپسې د ياد پوهنځي استادانو په خپل وار د تر سره کړو څېړنو پایلې د پرېزېنټېشن په بڼه له گډونوالو سره شريکې کړې او د هغوی پوښتنې يې هم ځواب کړې. ياده غونډه د خیر په دُعا پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۱۱:۲۲
Background image

د پوهنتون رييس له اقتصاد او کمپيوټرساينس پوهنځيو څخه ليدنه او څارنه وکړه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن د پوهنځيو له چارو څخه د څارنې او ارزونې په لړ کې نن ورځ د اقتصاد او کمپيوټرساينس له پوهنځيو څخه ليدنه او څارنه وکړه. نوموړي د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۱۰:۵۲
Background image

د مالي او اداري چارو مرستيال په مشرۍ ناسته کې د چارو په چټکتيا او کارونو کې پر اخلاص ټينگار وشو

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال حافظ مولوي محمدعثمان سعيد په مشرۍ تر سره شوې کاري ناسته کې چې په کې د مالي او اداري معاونيت اړوند آمرينو او عمومي مديرانو برخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۰:۲۵
Background image

د اقتصاد پوهنځي استادانو له لوري د ترسره شويو څېړنو پايلې له اړوندو ادارو او گډونوالو سره شریکې شوې

په دې تړاو جوړې شوې غونډې ته د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن په خپلو خبرو کې په ترسره شويو څېړنو خوښي وښوده او زیاته یې کړه، چې څېړنه د هېواد پرمختگ ته زمينه. . .

BACK TO NEWS