د ماسټر پلان تدوين کمېټې د پوهنتون عمومي رئيس په مشرۍ نوبتي ناسته وشوه

Abdullah Saeed
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۱۴:۲۶
SJAU

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور په مشرۍ د ماسټر پلان د ترتيب او تدوين کمېټې نوبتي ناسته وشوه، چې د پوهنتون مرستيالانو، د پوهنځيو رئیسانو او د کمېټې نورو غړو په کې برخه لرله. پیل کې د پوهنتون عمومي رئيس د ماسټر پلان د اهميت په تړاو خبرې وکړې او د پوهنتون پرمختگ لپاره يې ډېر مهم وباله. ورپسې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال او د يادې کمېټې مسؤل پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي له لوري د پوهنتون ماسټر پلان په تړاو معلومات وړاندې شول او په تړاو يې د گډونوالو له لوري تفصيلي بحث وشو. دغه ناسته چې د قرانکريم د څو مبارکو اياتونو پر تلاوت پیل شوې وه، په دُعايه کلماتو سره پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۱۴:۲۶
Background image

د ماسټر پلان تدوين کمېټې د پوهنتون عمومي رئيس په مشرۍ نوبتي ناسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور په مشرۍ د ماسټر پلان د ترتيب او تدوين کمېټې نوبتي ناسته وشوه، چې د پوهنتون مرستيالانو، د پوهنځيو رئیسانو او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۰ - ۱۴:۳۴
Background image

د پوهنتون رهبري شورا ناسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور په مشرۍ او د پوهنتون مرستيالانو په گډون د رهبري شورا ناسته وشوه چې د روان تدريسي بهير دوامدارې څارنې، د محصل ژمن. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۹:۴۵
Background image

د پوهنتون د«اند» ملي ژورنال اعتبار تر لاسه کړ

د سيد جمال‌الدین افغاني پوهنتون د علمي څېړنو او مجلو معاونيت په چوکاټ کې د«اند» علمي-څېړنيز ژورنال، د لوړو زده کړو وزارت د څېړنې، تأليف او ژباړې رياست له لوري د ژورنالونو متخصصينو او. . .

BACK TO NEWS