د مالي او اداري چارو مرستيال د خپل معاونيت اړوند کمېټو له مسؤلينو سره ناسته وکړه

Abdullah Saeed
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۵:۳۱
SJAU

نن ورځ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال حافظ مولوي محمدعثمان سعيد د ياد معاونيت تر چتر لاندې د کمېټو له مسؤلينو سره ناسته وکړه چې په کې د روغتيا او خونديتوب، مالي، تفتيش او چاپېريال ساتنې د عمومي کمېټو مسؤلينو برخه لرله.

د ياد معاونيت اړوند کمېټو خپل راپورونه، ستونزې، غوښتنې او وړانديزونه له مالي او اداري مرستيال سره شريک کړل، چې د نوموړي له لوري ستونزو د حل او غوښتنو د پوره کېدو ډاډ ورکړل او همداراز يې په اړوندو برخو کې د کمېټو مسؤلينو ته لازمې سپارښتنې او لارښوونې وکړې. په دغه کاري ناسته کې د يادو کمېټو پر پاليسيو، پلانونو، راپورونو، مجالسو مهالوېش او نورو بېلابېلو موضوعاتو باندې بحث او لازمې پرېکړې وشوې.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۹:۱۱
Background image

پوهنتون د علمي چارو مرستیال د خپل معاونیت اړوند آمرینو او مديرانو سره ناسته وکړه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي چارو مرستيال قاضي عبدالهادي فضلي په مشرۍ تر سره شوې کاري ناسته کې چې د معاونيت اړوند آمرينو او مديرانو په کې برخه لرله، پر يو شمېر موضوعاتو يې بحث. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۴:۳۵
Background image

محصلانو چارو مرستیال د دې معاونیت اړوند آمرینو او مديرانو سره چارو د چټکتيا او د همغږۍ پیاوړتیا په موخه ناسته وکړه

په دغه کاري ناسته کې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال پوهنمل علي احمد بهار د دې معاونيت اړوند آمرينو او مديرانو ته د خپلمنځي همغږۍ پياوړتيا او د چارو ښه تنظیم په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۲:۲۷
Background image

د مالي او اداري چارو مرستيال په مشرۍ ناسته کې د چارو پر دقت او چټکتيا ټينگار وشو

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال حافظ مولوي محمدعثمان سعيد په مشرۍ تر سره شوې کاري ناسته کې چې د معاونيت اړوند آمرينو او عمومي مديرانو په کې برخه لرله، پر يو. . .

BACK TO NEWS