سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي څېړنو او مجلې مرستيال معرفي شو

Abdullah Saeed
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۲ - ۸:۵۵
SJAU

پوهنتون د علمي څېړنو او مجلې مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي د لوړو زده کړو وزارت د لزوم دید او د ریاست الوزرا عالي مقام د حکم پر بنسټ د ياد معاونيت لپاره ټاکل شوی؛ چې نن ورځ د پوهنتون رييس پوهنمل محب الله محب له لوري د پوهنتون منسوبيو ته ور وپېژندل شو.

په دې اړه جوړې شوې غونډه کې د پوهنتون مرستيالانو، د پوهنځيو رييسانو، استادانو او اداري کارکوونکو برخه لرله.

غونډې ته د پوهنتون رييس پوهنمل محب الله محب په خپلو خبرو کې نوي ټاکل شوي مرستيال ته د بري هيله وکړه او زياته يې کړه چې دنده امتیاز نه بلکې، یو مسؤلیت دی او هر مسؤلیت چې چا ته سپارل کېږي بايد په ښه ډول يې ترسره کړي، نوموړي همداراز د پوهنتون ټولو منسوبينو ته سپارښتنه وکړه چې د پوهنتون موخو ته د رسېدو په پار له یو او بل سره په همکارۍ او مشوره کار وکړي تر څو ټولې چارې پر وخت او په ښه ډول ترسره شي.

پوهنتون د علمي څېړنو او مجلې معاونيت لپاره نوي ټاکل شوي معاون پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي هم د خپلو راتلونکو پلانونو په اړه خبرې وکړې او د مقاماتو له باور او اعتماد څخه يې مننه او د چارو د ښه ترسره کولو ژمنه يې وکړه.

د يادونې وړ ده چې د نظام مشرتابه او لوړو زده کړو وزارت د يو کم ساري گام په ترڅ کې د ۱۴۰۲ کال په تشکيل کې د ۲۵ پوهنتونونو لپاره د علمي څېړنو او مجلې نوي معاونيتونه ايجاد او منظور کړل چې تر دې وړاندې په افغانستان کې هېڅ پوهنتون دا معاونيت نه درلود.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۷ - ۱۲:۷
Background image

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رييس له کمپيوټرساينس پوهنځي څخه ليدنه وکړه

د پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن له پوهنځيو څخه د خپلو ليدنو پر دوام نن ورځ د کمپيوټرساينس پوهنځي له بېلا بېلو برخو څخه د ليدنې تر څنگ د پوهنځي له مسؤلينو سره ناسته هم وکړه.

پيل کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۶ - ۱۴:۵۴
Background image

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رييس د ښوونې او روزنې پوهنځي له استادانو سره مشورتي ناسته وکړه

پيل کې د ښوونې او روزنې پوهنځي رييس پوهنيار خليل الله حنيف د ياد پوهنځي په تړاو د پوهنتون مشرتابه ته معلومات ورکړل او شته ستونزې يې ورسره شريکې کړې.

د پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۶ - ۱۴:۴۶
Background image

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رييس د پوهنتون له ليليې څخه لیدنه او څارنه وکړه

د پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن د يوه پلاوي په ملتيا د پوهنتون له ليليې څخه د لیدنې په ترڅ کې د مسؤلينو او محصلينو ستونزې واورېدې او هغوی ته يې د حل ډاډ ورکړ. نوموړي همداراز هغوی ته. . .

BACK TO NEWS