اقتصاد پوهنځی

د اقتصاد پوهنځي لنډه تاريخچه :

د سيدجمال الدين افغاني پوهنتون له بنسټ کېښودو څخه نيولې تردې مهاله د هېواد په پرمختګ کې مهم رول لوبولی دى ، ياد پوهنتون پنځه پوهنځي لري چې يو له هغو څخه يو د اقتصاد پوهنځى دى ، چې په کال ١٣٩٣ هـ ش  کې د انکشافي پلان له مخې په دوه ديپارتمنتونو ملي اقتصاد او ادارې او تشبثاتو د څلور مسلکي استادانو په درلودلو سره تاسيس او رسماً يې په کار پيل وکړ  اقتصاد پوهنځي خپله لمړۍ دوره (١٢١) تنه   فارغان په ١٣٩٦ هـ ش کې او دوهمه دوره (١٢١) تنه  فارغان په ١٣٩٧ هـ ش کې او خپل دريمه دوره (١١٨) تنه  فارغان د هېواد او ټولنې د خدمت په پار وړاندې کړل  .

د اقتصاد پوهنځي لرليد Vision  :

د اقتصاد پوهنځي  د تاسيس اساسي هدف هېواد  ته  په   مالي  ، اداري  ، بازارموندنې ، حسابدارۍ ، بانکدارۍ ، اداري تشبثاتو ، نړيوال اقتصاد ، منطقوي اقتصاد ، اقتصادي پرمختيا ، ملي اقتصاد پلان جوړونې  او  پاليسۍ  په  برخه  کې  د مسلکي  او فني  اشخاصو روزنه ده ترڅو هېواد مو د علمي کدرونو له پلوه په يادو برخو کې خود اکتفا شي.

د اقتصاد پوهنځي رسالت Mission :

د اقتصاد پوهنځی ټولنې  ته  د اقتصادي پرمختيا، نړيوال اقتصاد،   پاليسۍ ، پلان ، مديريت ، بازارموندنې ، حسابي  او مالي  چارو کې  د نوې  تکنالوژۍ  ، ملي  احساس ، وړتيا ، د ټولنې  او بازار غوښتنې  ته  په  کتو سره  علمي  ، وړ او پوهه  شخصيتونه  وړاندې  کوي تر څو په  تحليلي  ، انتقادي او ابتکاري  مسايلو کې مؤثر واقع  شي .

په پوهنځي کې د شموليت شرطونه :

د هېواد د بيلابيلو ولايتونو د لېسو فارغېن د کانکور ازموينې او د ادارې تجارت او حسابدارۍ د انسټيټوټ فارغين د اختصاصي کانکور له لارې د اقتصاد په پوهنځي کې د شموليت حق ترلاسه کوي. د اقتصاد په پوهنځي کې د زده کړو دوره څلور کاله ( اته سمستره ) ده چې مضامين يې د لوړو زده کړو وزارت د لوايحو او مقرراتو له مخې په تيوريکي  او عملي توګه په بيلابيلو څانګو کې تدريس کيږي.

د اقتصاد پوهنځي  سازماني جوړښت

 

 

 

 

 

 

 

 

 

                                          

 

 

 

 

 

 

 

 

 

د اقتصاد پوهنځي د کيفيت د لوړاوي کميټه

 

 

 د شورا یا کمیټو غړي

 شورا ، کمیټه

ګڼه

پوهنيار ذاکرالله ذکي د  شورا  مشر.

 غړي :

  • پوهنيار ذاکرالله نصرتيار( علمي شورا منشي)
  • پوهنيار ذبيح الله کوټوال
  • نامزد پوهنيار محبت شاه محبت
  • پوهيالى حامد احمد مراد
  • پوهيالى محمد حامد عطايي
  • تدريسي مدير رحيم الله ککل  

د پوهنځي علمي شورا

 

1

پوهيالى محمد حامد عطايي د کمیټې مشر.

 غړي :

  • پوهنيار ذاکرالله نصرتيار
  • پوهيالى حامد احمد مراد
  • نامزد پوهنيار محبت شاه محبت

 د نصاب او کریکولم کمیټه

2

 پوهنيار ذاکرالله ذکي د کمیټې مشر.

 غړي:

  • پوهنيار ذاکرالله نصرتيار
  • نامزد پوهنيار محبت شاه محبت
  • پوهيالى محمد حامد عطايي

 

 

 د تحقیق  او څیړنې کمیټه

 

 

 

3

پوهيالى حامد احمد مراد  د کمیټې مشر.

 غړي:

  • پوهنيار ذاکرالله نصرتيار
  • نامزد پوهنيار محبت شاه محبت
  • پوهيالى محمد حامد عطايي

د نظم  او ډسپلین کمیټه

4

 

 پوهنيار  ذبيح الله کوټوال د کميټې مسؤل.

غړی:

  • پوهنيار ذاکرالله  نصرتيار
  • پوهيالى حامد احمد مراد
  • پوهيالى  محمد حامد عطايي

د چاپیریال ساتنې ، سرسبزۍ  او صحت کمیټه

5

 پوهنيار ذاکرالله ذکي د کميټې مسؤل.

 غړي :

  • نامزد پوهنيار محبت شاه محبت
  • پوهيالى حامد احمد مراد
  • پوهيالى محمد حامد عطايي

 د نشراتو کمیټه

6

پوهيالى محمد حامد عطايي د کمیټې مشر.

 غړي :

  • پوهنيار ذاکرالله نصرتيار
  • پوهيالى حامد احمد مراد
  • نامزد پوهنيار محبت شاه محبت

 د  ازموینو کمیټه

7

پوهيالى حامد احمد مراد د کمیټې مشر.

 غړي :

  • پوهنيار ذبيح الله کوټوال
  • پوهنيار ذاکرالله نصرتيار
  • پوهيالى محمد حامد عطايي

 د نتایجو د  ارزونې کمیټه

 

8

پوهنيار ذاکرالله ذکي د کمیټې مشر.

 غړي:

  • پوهنيار ذبيح الله کوټوال
  • پوهيالى حامد احمد مراد
  • پوهيالى محمد حامد عطايي

 د بریښنایي زده کړو کمیټه

9

نامزد پوهنيار محبت شاه محبت د کمیټې مشر.

 غړي :

  • پوهنيار ذاکرالله نصرتيار
  • پوهيالى حامد احمد مراد
  • پوهيالى محمد حامد عطايي

د سپورټ  کميټه

10