په کونړ کې د ۱۴۰۵ کال عمومي کانکور ازموینې بهير نن ورځ رسماً پای ته ورسېد
یاد بهير چې دوه ورځې یې د گډونوالو د بایومتریک معلوماتو ثبت او درې ورځې یې د ازموینو اخیستلو ته ځانگړې شوې وې؛ له څه باندې درې نيم زره داوطلبانو څخه د ازموینې په اخیستلو سره نن ورځ د ۱۴۰۵کال د ثور پر ۲۶مه نېټه رسماً پای ته ورسېد.
د سید جمال الدین افغاني پوهنتون عمومي رئیس الحاج مولوي عبدالواسع منصور د کانکور ازموینې بهير د بریالي پای ته رسېدو په برخه کې د ازموینو عمومي ادارې څخه راغلي هيئت، امنيتي ارگانونو، روغتيايي مسؤلينو او د پوهنتون له منسوبينو څخه مننه وکړه چې په زيار او هڅو يې په دې ولايت کې د ۱۴۰۵ کال کانکور ازموينه په شفاف ډول او د امن په فضاء کې؛ پرته له کوم ځڼډ او خڼډ څخه پای ته ورسېده.
د ازموینو عمومي ادارې څخه راغلي هيئت د ياد پوهنتون له رهبرۍ، استادانو او کارکوونکو څخه مننه وکړه چې د ازموینې پرمهال یې د بایومتریک له تخنيکي ډلې او د ازموينې له ممتحنه پلاوي سره پوره همکاري وکړه.
د يادونې وړ ده چې په کونړ ولايت کې د تېرو درې ورځو په ترڅ کې له ټاکل شوي مهالوېش سره سم، له څه باندې درې نيم زره داوطلبانو څخه د کانکور ازموینه واخيستل شوه.
