پوسټر پرېزېنټېشن ته بلنه

Abdullah Saeed
SJAU

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د خپل اسلامي او ملي رسالت له مخې  په پام کې لري چې سبا د محرم الحرام پر(27)مه چې د زمري(اسد) میاشتې له لومړۍ نېټې سره سمون لري د اقتصاد پوهنځي محصلينو له لوري د ترسره شويو څېړنو پايلې د پوسټر پرېزېنټېشن په شکل وړاندې کړي.

نو پر همدې مناسبت تاسو محترمو مسؤلینو، د قدر وړ استادانو، دیني عالمانو، د فکر او قلم خاوندانو، د رسنیو محترمو استازو او ژورنالیستانو، محصلینو، ځوانانو، د مدارسو او مکاتبو طالب العلمانو ته په خورا درنښت سره د گډون بلنه درکوو، هیله ده، چې پر خپل راتگ زمونږ مراسمو ته لا ښکلا وروبخښئ.

په درنښت

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون

وخت: چهارشنبه، د سهار 9:00 بجې، د ۲۷/۱/۱۴۴۷ هـــ . ق مطابق ۱/۵/۱۴۰۴ هـ . ش          

ځای: سيد جمال الدين افغاني پوهنتون-سالارباغ

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۵:۴
Background image

د برحاله محصلینو د پام وړ!

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون خپلو ټولو گرانو محصلینو ته خبر ورکوي چې د روان سمستر درسي بهير له ټاکل شوي مهالوېش سره سم په عادي ډول جريان لري، نو ټول محصلين دې خـپل درسونه په منظم ډول . . .

Back to announcements