پوهنتون مشرتابه پلاوي له تدریسي بهیر څخه لیدنه او څارنه وکړه

پوهنتون د علمي چارو مرستيال قاضي عبدالهادي فضلي؛ د محصلانو چارو مرستیال پوهنمل علي احمد بهار او د محصلينو د خدمتونو او همغږۍ آمر مطیع الله مسرور په ملتيا د روان سمستر تدریسي چارې له نږدې ولیدې چې د لیدنې پر مهال يې د پوهنځيو د تدریسي بهیر د څارنې او ارزونې تر څنگ؛ د استادانو او محصلینو ستونزې واورېدې او هغوی ته يې د حل ډاډ وکړ.
پوهنتون مشرتابه له لوري د پوهنځيو مسؤلینو ته د يادې څارنې پرمهال د کورس پالیسيو د وېش او محصلینو د حاضريو دوامدار کنټرول په برخه کې جدي لارښوونې وشوې.