د پوهنتون اداري کارکوونکو ته د تعرفې هيئت قانون په هکله د پوهاوي سېمينار داير شو

Abdullah Saeed
پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۰ - ۱۱:۳۰
SJAU

دغه يو ورځنی سېمينار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د مالي او اداري چارو معاونيت په نوښت جوړ شوی ؤ؛ د پوهنتون مشرتابه او اداري کارکوونکو په کې برخه لرله. د سېمينار په پرانېسته کې د پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن وويل چې د مشرتابه عالي مقام له لوري ټول قوانين، فرامين او حکمونه د شريعت په رڼا کې او ټولنې د خير لپاره صادرېږي نو پر موږ يې منل او پلي کول لازمي دي. ورپسې د پوهنتون علمي څېړنو آمر او د شرعياتو پوهنځي استاد پوهنمل دوکتور محمدسليم کريمزي د ياد قانون ټولې مادې وار په وار تشرېح او د گډونوالو پوښتنې يې ځواب کړې.

د يادونې ده چې د تعرفې هيئت قانون د مشرتابه عالي مقام له لوري په(۱) مقدمه، (۳) بابونو، (۲) فصلونو او(۲۱) مادو کې توشېح شوی او د تعرفې هيئت د مسؤليتونو او صلاحيتونو په هکله په کې حکمونه صادر شوي دي. ياد سېمينار د پوهنتون مالي او اداري چارو مرستيال حافظ مولوي محمدعثمان سعيد له لوري په دُعايه کلماتو سره پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱ - ۱۱:۱۱
Background image

د شل کلنې جهادي دورې د يادونو شپه تر سرليک لاندې علمي کنفرانس داير شو

تېره شپه د ماښام تر لمانځه وروسته د ليليې په مسجد کې په همدې اړوند د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون فرهنگي چارو عمومي کمېټې په نوښت، د دعوت او ارشاد او د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱ - ۹:۴۰
Background image

محصلینو ته د نشه‌يي توکو زيانونو په تړاو د پوهاوي سېمينار دایر شو

د عامه پوهاوي دغه يو ورځنی سېمينار چې د نشه‌يي توکو زيانونو او حل لارو پېژندنې په تړاو د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمريت په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۱:۱۲
Background image

د پوهنتون رييس له ښوونې او روزنې پوهنځي څخه ليدنه او څارنه وکړه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن د پوهنځيو له چارو څخه د څارنې او ارزونې په لړ کې نن ورځ د ښوونې او روزنې له پوهنځي څخه ليدنه او څارنه وکړه. نوموړي د يادې ليدنې. . .

BACK TO NEWS