پوهنتون د څېړنو عمومي کمېټې ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د څېړنو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ ناسته وکړه، چې د کمېتې غړو په کې برخه لرله. د علمي څېړنو او مجلې مرستيال د اړوندو پوهنځيو استازو ته سپارښتنه وکړه چې د خپل پوهنځي د ټولو ترسره شويو څېړنو پایلې دې له معاونیت سره شریکې کړي او همداراز هر ديپارتمنت دې خپلو محصلينو ته د څېړنې پر بېلابېلو موضوعاتو سېمينارونه داير کړي. په ياده ناسته کې پر بېلابېلو موضوعاتو تر بحث وروسته لازمې پرېکړې وشوې او مجلس د خیر په دُعا پای ته ورسېد.