داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
د عبدالله بن عباس رضی الله عنهما دیني جامعې د 1405 مالي کال لهپاره د کتابتون فرنیچرباب د تهیه کولو قرارداد خبرتیا!
د داوطلبۍ شمېره: (OHE/NCB 001/1405/AARJ/ KUNAR)
د کونړ عبدالله بن عباس رضی الله عنهما دیني جامعه ټولو هغو په شرایطو برابر داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د 1405 مالي کال لهپاره د کتابتون اړوند فرنیچر باب قرارداد په داوطلبۍ کې گډون وکړي، د ادارې اړوند شرطپاڼه دې په چاپ شوې بڼه د(500) افغانیو په مقابل کې ترلاسه کړي، داوطلبان دي خپل آفرونه د شرطپاڼې د مندرجاتو، د تدارکاتو قانون او کړنلارې له مخې په سربسته ډول د اعلان خپرېدو له نېټې څخه تر 10/اسد/1405 نېټې د(شنبې) په ورځ د سهار تر (10:00 AM) بجو پورې د عبدالله بن عباس رضی الله عنهما دیني جامعې اړوند د تهیې او تدارکاتو عمومي مدیریت ته چې د کونړ-جلال اباد لویې لارې تر څنگ په سالار باغ کې موقیعت لري وسپاري، وروسته رسېدلي او انټرنیټي آفرونه د منلو وړ نه دي.
د آفر خلاصونې غونډه به يې په 10/ اسد/1405 نېټه د(شنبې) په ورځ د سهار په پوره (10:00AM) بجو د کونړونو ولایت مستوفیت ودانۍ کې تر سره کېږي.
