د تدارکاتو خبرتیا
Publish Date
Closing Date
د داوطلبۍ شمېره: (MOHE/NCB005/1400/SJAU/KUNAR د سید جمال الدین افغاني پوهنتون ټولو هغو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د 1400 مالي کال لپاره د حفظ او مراقبت په برخه کې د ودانیزو ترمیماتو په داوطلبۍ کې ګډون وکړي، د ادارې اړوند شرطپاڼه دې په فلش او یا هم سي ډي کې په وړیا ډول تر لاسه کړي، داوطلبان دې خپل آفرونه د شرطپاڼې د مندرجاتو، د تدارکاتو د قانون او کړنلارې له مخې په سر تړلي ډول له د اعلان خپرېدو له نېټې څخه تر22 /4/1400 نېټې د(سه شنبه) په ورځ د سهار (9:00 AM) بجو پورې د سید جمال الدین افغاني پوهنتون اړوند د تهیې او تدارکاتو مدیریت ته چې د کونړ - جلال اباد لویې لارې تر څنګ سالار باغ کې موقیعت لري وسپاري، وروسته رسېدلي او انټرنیټي آفرونه د منلو وړ نه دي. د آفر تضمین په نقدي ډول چې (498617) څلور سوه اته نوي زره شپږ سوه اوولس افغانۍ کېږي اخېستل کېږي. د آفر خلاصونې غونډه په 22/ 4/1400 نېټه د(سه شنبه) په ورځ د سهار په پوره نهه بجو (9:00AM) د کونړ ولایت مقام د غونډو په تالار کې تر سره کېږي.