د ۱۴۰۲ کال کانکور ازموينې په درېيم ظرفیت کې سيد جمال الدين افغاني پوهنتون ته د را پېژندل شويو ګډونوالو د پام وړ!

Abdullah Saeed
SJAU

دا چې د سړو سيمو پوهنتونونو د لومړنيو(طاقو) سمستر درسونه دوام لري، له همدې امله د ۱۴۰۲ کال کانکور ازموينې هغه گډونوالو چې په درېيم ظرفیت کې سيد جمال الدين افغاني پوهنتون ته را پېژندل شوي، خبر ورکول کېږي چې په درسونو کې د شموليت په موخه دې سر له نن(دوشنبه، ليندۍ، ۶ مې)  څخه د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون ته مراجعه وکړي.

Latest announcements

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۸ - ۱۲:۱۷
Background image

امارت پېژندنې کتاب د سيالۍ په اړه د محصلانو چارو معاونيت خبرتيا!

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت پلان لري چې د پوهنتون محصلانو ته د امارت پېژندنې کتاب سيالۍ برابره کړي، د سيالۍ په اړه ټول جزءيات په انځور کې شته.

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۱ - ۱۳:۱۹
Background image

قراردادي استادانو د گمارنې خبرتيا!

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د دري ژبې تدريس لپاره په لاندې شرايطو قراردادي استادانو ته اړتيا لري:

1: لږ تر لږه په دري ادب کې د لېسانس تر کچې زده‌کړې ولري.

2: کانديد بايد د تحصيل . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۲۸ - ۱۰:۴۴
Background image

پسرلني سمستر د درسونو د پيل خبرتیا!

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون ټولو برحاله محصلینو ته خبر ورکول کېږي، چې د لوړو زدهکړو محترم وزارت له پرېکړې سره سم به د ۱۴۰۳ تحصيلي کال د پسرلني(جفت) سمستر درسونه د راتلونکې شنبې په . . .

Back to announcements