د پوهنتون اړوند د یو باب کانتین په کرايه ورکولو خبرتيا!
Publish Date
Closing Date
د سید جمال الدین افغان پوهنتون ټولو هغو په شرایطو برابر داوطلبانو ته بلنه ورکوي د خپل اړوند یو باب کانتین، چې د یارگلبېلې په ساحه کې په(45) متره مربع ساحه کې په عصري بڼه په دوه خونو کې جوړ شوی دی، د درېیو کلونو کرایه ورکولو قرارداد په داوطلبۍ کې گډون وکړي،د ادارې اړوند شرطپاڼه دې د(1000) افغانیو په مقابل کې په چاپ بڼه تر لاسه کړي، داوطلبان دې خپل آفرونه د شرطپاڼه د مندرجاتو، د تدارکاتو د قانون او کړنلارې له مخې په سربسته ډول د اعلان له خپرېدو نېټې څخه تر 19/9/1404 نېټې د(چهار شنبې) په ورځ سهار (11:00 AM) بجو پورې د سید جمال الدین افغان پوهنتون اړوند د تهیې، تدارکاتو او خدماتو چارو آمریت ته چې د کونړ جلال اباد لویې لارې تر څنگ سالار باغ کې موقیعت لري وسپاري، وروسته رسېدلي او انټرنیټي آفرونه د منلو وړ نه دي، د قراداد داوطلبي د کونړ ولايت مستوفیت کې په 1404/9/19 نېټه چې د چهارشنبې ورځ سره سمون لري په پوره(11:00 AM) تر سره کېږي، همدارنگه د درې میاشتو کرایه د آفر تضمین په توگه له مخکې څخه اخېستل کیږي.
