تبدیلۍ په اړه د لوړو زده‌ کړو وزارت د خصوصي محصلانو چارو ریاست خبرتیا!

Abdullah Saeed
SJAU

ټاکل شوې ده چې د شنبې په ورځ (10/6/1445هـ.ق ، 2/10/1402هـ.ش) نېټه له یوه خصوصي تحصيلي بنسټ څخه بل ته او یا له امارتي(دولتي) تحصيلي بنسټ څخه خصوصي تحصيلي بنسټ ته د تبديلیو د فورمو د وېش لړۍ پيل شي.

داوطلبان کولای شي چې د لاندې شرطونو په نظر کې نیولو سره د تبديلۍ فورمه ترلاسه کړي:

1: یو محصل په ټوله تحصيلي دوره کې يوازې یو ځل د تبديلۍ حق لري، د مخکېنۍ تبديلۍ د درلودلو په صورت کې د دويمې تبديلۍ حق نه لري.

2: له یوه خصوصي تحصيلي بنسټ څخه بل ته او یا له امارتي(دولتي) تحصيلي بنسټ څخه خصوصي تحصيلي بنسټ ته هر کال یوازې د(جدې او دلوې) په میاشتو کې تبدیلي کېږي.

 3: هغه محصل چې په لومړي پوهنتون کې له دوو څخه په زیاتو مضمونونو کې عدم کريډېټ(چانس) وي، تبدیلي نه شي کولی.

4: د تحصيل په وروستي کال کې په همغه ولایت کې تبديلي نه شي کېدای.

5: د تحصيل په وروستي کال کې له مؤسسې څخه پوهنتون ته تبدیلي نه شي کېدای.

6: تبديلي يوازې په عین صنف، سمسټر او څانګه کې کېدای شي

د تبديلۍ د فورمو وېش په (10/ 6/1445هـ.ق ، 2/10/1402 هـ.ش) نېټه پيل او په (10/7/1445هـ ق ، 30/10/1402هـ ش) نېټه پای ته رسېږي.

داوطلبان کولای شي چې په ټاکلې موده کې د لوړو زده کړو وزارت له ويب پاڼې او یا د دغه وزارت له پذيرش دفتر څخه د تبديلۍ فورمه ترلاسه کړي.

آخرین اطلاعیه ها

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۵:۴
Background image

د برحاله محصلینو د پام وړ!

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون خپلو ټولو گرانو محصلینو ته خبر ورکوي چې د روان سمستر درسي بهير له ټاکل شوي مهالوېش سره سم په عادي ډول جريان لري، نو ټول محصلين دې خـپل درسونه په منظم ډول . . .

بازگشت به اطلاعیه ها