د اختصاصي او شپې برنامې کانکور فورمونو د وېش خبرتيا!

Abdullah Saeed
SJAU

کونړ ولایت اړوند ټولو د دولسمو او په شرايطو برابرو څوارلسمو ټولگیو فارغانو ته خبر ورکول کېږي چې د ۱۴۰۳ تحصیلي کال لپاره د اختصاصي او شپې برنامې ښوونې او روزنې پوهنځي(تاريخ او جغرافيه، پښتو، عربي او انگليسي) څانگو او د شرعياتو پوهنځي(فقهې او قانون) څانگې لپاره په کانکور ازموینه کې د گډون فورمونه سر له سه‌شنبې ورځې ۱۴۴۵/۹/۲ هـ . ق مطابق ۱۴۰۲/۱۲/۲۲ هـ . ش څخه تر ۱۴۴۵/۹/۱۷ هـ . ق مطابق ۱۴۰۳/۱/۹ هـ . ش نېټې پورې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د محصلانو چارو آمريت څخه تر لاسه کړي.

يادونه: فارغ بايد له ځان سره د فراغت اسناد ولري او فورمونه تر ډکولو وروسته د ۱۴۴۵/۹/۲۲ هـ . ق مطابق ۱۴۰۳/۱/۱۵ هـ . ش نېټې پورې ياد آمريت ته وسپاري.

پته: سالار باغ، سید جمال الدین افغاني پوهنتون د محصلانو چارو آمریت

آخرین اطلاعیه ها

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۳۰ - ۱۵:۴۱
Background image

خزاني سمستر د ازموینو د پیل خبرتیا!

د هوا د یخنۍ شدت له کبله، د هېواد سړو سیمو ولایتونو امارتي تحصیلي نهادونو د روان سمستر ازموینې، د پنځلسو درسي اونیو له تکمیل وروسته د قوس پر ۱۵ مه نېټه پيلېږي.

دغه ازموینې به څلور . . .

شنبه ۱۴۰۳/۸/۵ - ۱۴:۴۷
Background image

د الحق المبين کتاب سيالۍ په ازموينه کې د برخه‌والو محصلينو د پام وړ

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون ټولو هغو محصلينو ته چې د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د انسجام او همغږۍ آمريت له لوري په پلان شوې د الحق المبين کتاب په سيالۍ کې يې ازموينه ورکړې . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۸ - ۱۱:۸
Background image

محترمو استادانو او څېړونکو د پام وړ!

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي څېړنو او مجلې معاونیت اړوند د آند علمي مجلې آمريت پلان لري چې د يادې مجلې څلورمه گڼه چاپ کړي نو له ټولو محترمو استادانو، څېړونکو او ليکوالو څخه هيله . . .

بازگشت به اطلاعیه ها