د اختصاصي او شپې برنامې کانکور فورمونو د وېش خبرتيا!

Abdullah Saeed
SJAU

کونړ ولایت اړوند ټولو د دولسمو او په شرايطو برابرو څوارلسمو ټولگیو فارغانو ته خبر ورکول کېږي چې د ۱۴۰۳ تحصیلي کال لپاره د اختصاصي او شپې برنامې ښوونې او روزنې پوهنځي(تاريخ او جغرافيه، پښتو، عربي او انگليسي) څانگو او د شرعياتو پوهنځي(فقهې او قانون) څانگې لپاره په کانکور ازموینه کې د گډون فورمونه سر له سه‌شنبې ورځې ۱۴۴۵/۹/۲ هـ . ق مطابق ۱۴۰۲/۱۲/۲۲ هـ . ش څخه تر ۱۴۴۵/۹/۱۷ هـ . ق مطابق ۱۴۰۳/۱/۹ هـ . ش نېټې پورې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د محصلانو چارو آمريت څخه تر لاسه کړي.

يادونه: فارغ بايد له ځان سره د فراغت اسناد ولري او فورمونه تر ډکولو وروسته د ۱۴۴۵/۹/۲۲ هـ . ق مطابق ۱۴۰۳/۱/۱۵ هـ . ش نېټې پورې ياد آمريت ته وسپاري.

پته: سالار باغ، سید جمال الدین افغاني پوهنتون د محصلانو چارو آمریت

Latest announcements

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۲۸ - ۱۰:۴۴
Background image

پسرلني سمستر د درسونو د پيل خبرتیا!

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون ټولو برحاله محصلینو ته خبر ورکول کېږي، چې د لوړو زدهکړو محترم وزارت له پرېکړې سره سم به د ۱۴۰۳ تحصيلي کال د پسرلني(جفت) سمستر درسونه د راتلونکې شنبې په . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۲ - ۱۳:۹
Background image

د اختصاصي او شپې برنامې کانکور فورمونو د وېش خبرتيا!

کونړ ولایت اړوند ټولو د دولسمو او په شرايطو برابرو څوارلسمو ټولگیو فارغانو ته خبر ورکول کېږي چې د ۱۴۰۳ تحصیلي کال لپاره د اختصاصي او شپې برنامې ښوونې او روزنې پوهنځي(تاريخ او جغرافيه، پ . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۸ - ۱۵:۰
Background image

د دیني علماء کرامو د عالمیې مرحلې(ماسټري) اسنادو د ارزونې او ازموینې په اړه خبرتیا!

د لوړو زده کړو وزارت د دیني جامعاتو او تخصصاتو لوی ریاست غواړي چې د دیني علماء کرامو د عالمیې مرحلې(ماسټري) اسنادو د ارزونې په موخه له ټولو هغو علماء کرامو څخه چې په سيد جمال الدين . . .

Back to announcements