د امربالمعروف او نهی عن المنکر قانون د تنفيذ کمېټې د پوهنتون رييس په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه
سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د رييس شيخ عبدالمالک محسن په مشرۍ د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د تنفيذ کمېټې د ياد قانون د ښه تطبیق په موخه خپله نوبتي ناسته وکړه چې د کمېټې غړو په کې برخه لرله او پر يو شمېر موضوعاتو يې بحث او پرېکړې وکړې.
په پیل کې د پوهنتون رييس د چارو د ښه ترسره کېدو لپاره مشورې او ناستې مهمې وبللې او د کمېټې تېرو پرېکړو راپور يې واورېده. نوموړي د کمېټې غړو ته د ياد قانون د بشپړ تنفيذ په تړاو لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې او ناسته د خیر په دُعا سره پای ته ورسېده.
