د کونړ محترم والي له سيد جمال الدين افغاني پوهنتون څخه د ليدنې پرمهال د پوهنتون په علمي شورا کې گډون او وينا وکړه

Abdullah Saeed
Tue, Oct 20 2026 2:41 PM
SJAU

د کونړ محترم والي الحاج مولوي قدرت الله ابوحمزه له سيد جمال الدين افغاني پوهنتون څخه د ليدنې په ترڅ کې د ياد پوهنتون په علمي شورا کې گډون او وينا وکړه، چې د پوهنتون رهبرۍ او علمي شورا غړو له لوري نوموړي ته د غوره خدمتونو او لاسته‌راوړنو د قدردانۍ په موخه مننليک هم ورکړل شو.

په پيل کې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور د ښه راغلاست ترڅنگ؛ ياد پوهنتون ته د محترم والي صاحب په راتگ خوښي وښوده او له پوهنتون سره د هغه د دوامدارې همکارۍ او مرستې له کبله يې مننه او قدرداني ورځنې وکړه. الحاج مولوي عبدالواسع منصور همداراز په خپلو خبرو کې د پوهنتون په علمي، څېړنو، محصلانو، مالي او اداري برخو کې له ترسره شويو فعاليتونو، لاسته‌راوړنو، پرمختگونو او روانو چارو څخه يادونه وکړه.

د کونړ محترم والي الحاج مولوي قدرت الله ابوحمزه په خپلې وينا کې د پوهنتون په لاسته‌راوړنو او پرمختگونو خوښي وښوده او زياته يې کړه چې نظام د پوهنتونونو او نورو علمي مراکزو ابادولو ته پوره پاملرنه کوي. نوموړي د پوهنتون مسؤلينو او استادانو ته سپارښتنه وکړه چې محصلين په صحيح عقيدې او نبوي اخلاقو سره، په مسلکي لحاظ په پوره او واقعي معنا وروزي، چې نور يې له اخلاقو، رويې، صورت او سيرت څخه مثبت تأثر واخلي. هغه همداراز د پوهنتون استادانو ته لارښوونه وکړه چې د اسلامي نظام ارزښت او اهميت په خپلو درسونو او مجلسونو کې محصلانو ته بيان کړي.

د يادونې وړ ده چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي شورا په ناسته کې د پوهنتون رهبرۍ او علمي شورا غړو له لوري د کونړ محترم والي الحاج مولوي قدرت الله ابوحمزه ته د هغه د خدمتونو او لاسته‌راوړنو د قدردانۍ په موخه مننليک ورکړل شو.

Latest news

Tue, Oct 20 2026 2:41 PM
Background image

د کونړ محترم والي له سيد جمال الدين افغاني پوهنتون څخه د ليدنې پرمهال د پوهنتون په علمي شورا کې گډون او وينا وکړه

د کونړ محترم والي الحاج مولوي قدرت الله ابوحمزه له سيد جمال الدين افغاني پوهنتون څخه د ليدنې په ترڅ کې د ياد پوهنتون په علمي شورا کې گډون او وينا وکړه، چې د پوهنتون رهبرۍ او علمي شورا. . .

Thu, Oct 15 2026 12:05 PM
Background image

د پوهنتون عمومي رئیس له اداري او خدماتي کارکوونکو سره ناسته وکړه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور د پوهنتون له اداري او خدماتي کارکوونکو سره ناسته وکړه. د پوهنتون عمومي رئیس په خپلو خبرو کې ياد کارکوونکي مخاطب. . .

Tue, Oct 13 2026 1:57 PM
Background image

د شرعياتو پوهنځي ممتاز محصلان د يوې غونډې په ترڅ کې وستايل شول

ياده ستاينغونډه چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د شرعياتو پوهنځي په نوښت ترسره شوه، د شرعياتو پوهنځي مسؤلينو، استادانو او محصلينو په کې گډون کړی ؤ.

غونډې ته د شرعياتو پوهنځي مرستيال. . .

BACK TO NEWS