د درسي، څېړنيزو او مطالعاتي اثارو د ارزونې لارښود د تشرېح په تړاو يو ورځنی سېمينار داير شو

Abdullah Saeed
Mon, Jun 29 2026 3:42 PM
SJAU

د پوهاوي دغه سېمينار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنتون د علمي معاونيت له لوري د معلوماتي ټکنالوژۍ په مرکز کې جوړ شوی ؤ، د پوهنتون مشرتابه پلاوي، د پوهنځيو رئيسانو، د څانگو آمرينو او استادانو په کې برخه لرله. د سېمينار په پيل کې د پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور په خپله وينا کې د ښه راغلاست ترڅنگ، د علمي کادر غړو لپاره ياد علمي او مشورتي سېمينار مهم وباله او هغوی يې مخاطب کړل چې په اړوندو برخو کې يې په جدي ډول تطبيق کړي. نوموړي په خپلو خبرو کې د تېر سمستر بريالي پای ته رسېدو له کبله له اړوندو مسؤلينو مننه وکړه او هغوی ته يې لارښوونه وکړه چې له شته فرصتونو او امکاناتو څخه اعظمي استفاده وکړي.

ورپسې د پوهنتون علمي مرستيال قاضي عبدالهادي فضلي د موضوع په تړاو چمتو کړی پرېزېنټېشن وړاندې کړ او په لارښود کې يې ټول موجود موضوعات وار په وار تشرېح کړل او په پای کې يې د گډونوالو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل. د يادونې وړه چې د سېمينار په پای کې د پوهنتون عمومي رئيس له لوري د تدارکاتو آمر او د مالي او اداري معاونيت سرپرست محمد موسی محمدي د ښو خدمتونو له کبله د ستاينليک په ورکولو سره وستايل شو. ياد سېمينار چې د قرانکريم د څو مبارکو آياتونو پر تلاوت پيل شوی ؤ، په دُعايه کلماتو سره پای ته ورسېد.

Latest news

Tue, Oct 20 2026 2:41 PM
Background image

د کونړ محترم والي له سيد جمال الدين افغاني پوهنتون څخه د ليدنې پرمهال د پوهنتون په علمي شورا کې گډون او وينا وکړه

د کونړ محترم والي الحاج مولوي قدرت الله ابوحمزه له سيد جمال الدين افغاني پوهنتون څخه د ليدنې په ترڅ کې د ياد پوهنتون په علمي شورا کې گډون او وينا وکړه، چې د پوهنتون رهبرۍ او علمي شورا. . .

Thu, Oct 15 2026 12:05 PM
Background image

د پوهنتون عمومي رئیس له اداري او خدماتي کارکوونکو سره ناسته وکړه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور د پوهنتون له اداري او خدماتي کارکوونکو سره ناسته وکړه. د پوهنتون عمومي رئیس په خپلو خبرو کې ياد کارکوونکي مخاطب. . .

Tue, Oct 13 2026 1:57 PM
Background image

د شرعياتو پوهنځي ممتاز محصلان د يوې غونډې په ترڅ کې وستايل شول

ياده ستاينغونډه چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د شرعياتو پوهنځي په نوښت ترسره شوه، د شرعياتو پوهنځي مسؤلينو، استادانو او محصلينو په کې گډون کړی ؤ.

غونډې ته د شرعياتو پوهنځي مرستيال. . .

BACK TO NEWS