د دعوت او ارشاد آمر له خدماتي کارکوونکو سره تربيتي مجلس وکړ
دعوت او ارشاد آمريت د خپلو اصلاحي، تعليمي او تربيتي پروگرامونو په لړ کې د پوهنتون خدماتي کارکوونکو ته بيان وکړ.
د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون له خدماتي کارکوونکو سره د دې پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر مولوي اعجازالحق زلف له لوري د تعليمي او تربيتي پروگرامونو په لړ کې نن ورځ د کلمې طيبې صحيح الفاظو او ترجمې په اړه تربيتي مجلس وشو.
ياده دې وي چې دا تعليمي او تربيتي مجلسونه به د دعوت او ارشاد آمريت له لوري يادو کارکوونکو ته له ټاکل شوي مهالوېش سره سم د پلان شويو موضوعاتو په اړه هره اونۍ دايرېږي.