د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون استادانو ته د لوړو زده کړو زدهکړهييز مديريتي سېستم(HELMS) په اړه دوه ورځنی ورکشاپ پيل شو
دغه روزنيز ورکشاپ چې د پوهنتون برېښنايي زده کړو مرکزي کمېټې، د مسلکي زده کړو پرمختیایي مرکز او د معلوماتي ټکنالوژۍ عمومي مديريت په همغږۍ د پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ په مرکز کې جوړ شوی، چې په کې د پوهنتون علمي چارو مرستيال پوهندوی ميرويس ستانکزي، د محصلانو چارو مرستيال پوهنمل علي احمد بهار، د مسلکي زده کړو پرمختیایي مرکز آمر پوهنيار امان الله توتاخېل، د معلوماتي ټکنالوژۍ عمومي مدير رفيع الله عابد او د دې پوهنتون استادانو برخه لرله.
د پوهنتون علمي مرستيال پوهندوی ميرويس ستانکزي د ورکشاپ په پرانيسته کې د برېښنايي زده کړو په برخه کې د پوهنتون له لاسته راوړنو د يادونې ترڅنگ؛ د ورکشاپ له برخهوالو د فعال گډون غوښتنه وکړه.
د يادونې وړ ده چې د دې ورکشاپ روزنيزې چارې به د پوهنتون برېښنايي زده کړو د مرکزي کمېټې مشر پوهنيار خالد شينواري لهخوا پر مخ وړل کېږې.