د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون درې تنو استادانو لوړو علمي رتبو ته د ترفېع په موخه خپل دويم علمي کنفراسونه وړاندې کړل

Abdullah Saeed
Wed, Mar 04 2026 1:56 PM
SJAU

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون زراعت پوهنځي د اگرانومي څانگې استادانو هر يو: پوهنمل دوکتور امين الله نورزي د پوهندوی علمي رتبې ته د ترفېع په موخه(د غنمو پر وده او حاصل د نايتروجن د مختلفو اندازو او غلظتونو د استعمال د اغېزو مطالعه) او پوهنيار حميدالله حميد د پوهنمل علمي رتبې ته د ترفېع په پار(د غنمو پر حاصل د اټلاټس، ترای الټرا او ټوټل پلس ګياه وژونکو او د لاسي کنټرول د اغېزو مطالعه) تر سرليکونو لاندې او د ښوونې او روزنې پوهنځي د بيولوژي څانگې استاد پوهنمل اختيار محمد صافي د پوهندوی علمي رتبې ته د ترفېع په موخه(د هستوي پوښ جوړښت او د لامينوپاتې ناروغيو په کنټرول کې يې د ونډې څېړل) تر سرليک لاندې خپل دويم علمي کنفرانسونه وړاندې کړل.

ياد کنفرانسونه چې د پوهنتون مسلکي پرمختيا آمريت په تالار کې وړاندې شول، د ژوري هيئت غړو سربېره په کې د پوهنتون استادانو او محصلينو برخه لرله، چې له ازاد بحث او د ژوري هيئتونو تر مثبتې ارزونې وروسته پر دُعايه کلماتو سره پای ته ورسېدل.

Latest news

Sun, Jun 14 2026 3:41 PM
Background image

د اداري پروسو د ساده‌سازۍ په موخه ځانگړی هيئت وټاکل شو

د پوهنتون په اداري شورا کې د ساده شويو اداري پروسو له تطبيق څخه د څارنې او د پاتې اداري پروسو د لا ساده‌سازۍ په موخه ځانگړی هيئت وټاکل شو. ياده پرېکړه د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون. . .

Sat, Jun 13 2026 6:16 PM
Background image

د پنځه‌گونو پوهنځيو له محصلينو څخه رقابتي ازموينه واخيستل شوه

په سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې له محصلينو څخه د شرعي نظام په استحکام کې د اطاعت اغېزې کتاب کې د سيالۍ په موخه ازموينه واخيستل شوه.

دغه سيالي چې د محصلانو چارو معاونيت اړوند د. . .

Sat, Jun 13 2026 6:05 PM
Background image

د پوهنتون اداري کارکوونکو ته د ناسمو رواجونو مخنيوي(۱۷مه) گڼه فرمان په هکله د پوهاوي سېمينار دایر شو

د خېښۍ، ودونو، مصيبتونو او همدا راز له حج او عمرې څخه د راستنېدو پر مهال د ناسمو رواجونو د مخنيوي په هکله(۱۷مه) گڼه فرمان د درېيمي مادې په تړاو، چې له حج او عمرې څخه د راستنېدو پر مهال. . .

BACK TO NEWS