د عبدالله بن عباس ؓ دیني جامعې رئیس د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون له رهبرۍ سره وليدل

Abdullah Saeed
Sat, Apr 04 2026 3:02 PM
SJAU

په یاده ليدنه کې، چې د پوهنتون  په رياست مقام کې ترسره شوه، د عبدالله بن عباس ؓ  ديني جامعې د تدريسي او اداري چارو لپاره د زېربنا اړوند ستونزو د حل په موخه مشورې او نظريات شريک شول.

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور په لنډ وخت کې د يادې جامعې له لوري ترسره شوي فعاليتونه او پرمختگونه وستايل او د یادې جامعې رئيس ته يې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ. د عبدالله بن عباس ؓ  ديني جامعې رئیس شيخ عبدالمالک نيازي د پوهنتون له عمومي رئيس او مرستيالانو مننه وکړه، چې تل یې له هغوی سره په چارو کې پوره همکاري کړې ده.

د يادونې وړ ده چې د دې ليدنې پر مهال د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون او د عبدالله بن عباس ؓ  ديني جامعې رئيسانو سربېره د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي چارو مرستیال قاضي عبدالهادي فضلي، د مالي او اداري چارو مرستيال حافظ مولوي محمدعثمان سعيد هم حضور درلود.

Latest news

Wed, Jun 03 2026 11:02 AM
Background image

د ښوونې او روزنې پوهنځي د کيميا څانگې لرليد، ماموريت او موخې

لر ليد

کيميا څانګه په پام کې لري چې په راتلونکي کې د مسلکي او لوړ رتبه کادري غړو، علمي څېړنو او پروګرامونو، د زده‌کړې غوره او مسلکي تواميتونو په کولو، محصلينو ته د غوره خدمتونو وړاندې. . .

Mon, Jun 01 2026 10:47 AM
Background image

د پسرلني سمستر نهايي ازموينې پيل شوې

دغه ازموینې د لوړو زده‌کړو محترم وزارت د لارښوونې له مخې او د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي شورا له پرېکړې سره سم نن ورځ چې د ١۴٠۵ هـ . ش کال د جوزا مياشتې له ۱۱مې نېټې سره. . .

Sun, May 31 2026 1:42 PM
Background image

د روان پسرلني سمستر نهايي ازموينې سبا پيلېږي

په سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې د روان ۱۴۰۵ تحصيلي کال د پسرلني سمستر نهايي ازموينې به سبا، د جوزا مياشتې پر(۱۱مه) نېټه پيل شي. دا چې د لوی اختر تر رخصتيو وروسته رسمي چارې په عادي. . .

BACK TO NEWS