پوهنتون کې د خزاني طاق درسي فصل(سمستر) درسونه رسماً پيل شول
نن يکشنبه د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د سنبلې مياشتې ۱۵مه، چې د ۱۴۴۸ هـ.ق کال د ربيع الأول مياشتې له ۲۳مې نېټې سره برابره ده، د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون محصلانو د دوبي رخصتيو تر ختمېدو وروسته په پوره مينه او لېوالتيا خپل درسونه په نويو هيلو سره پيل کړل.
د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس مولوي عبدالواسع منصور؛ د علمي مرستيال استاد صلاح الدين ايوبي، دعوت او ارشاد آمر مفتي عابدالله عمري او د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمر مولوي عبدالله مسلم په ملتيا د شرعياتو او کمپيوټرساينس پوهنځيو له پيل شوي تدريسي بهير څخه ليدنه او څارنه وکړه.
د يادې ليدنې په ترڅ کې پوهنتون رهبرۍ د تدريسي چارو د لاښهوالي او محصلينو د فکري او اصلاحي روزنې په برخه کې د پوهنځيو مسؤلينو او استادانو ته لازمې سپارښتنې او جدي لارښوونې وکړې.
