د علمي چارو مرستيال د خپل معاونيت اړوند کمېټو له مسؤلينو سره ناسته وکړه

Abdullah Saeed
Wed, Jul 09 2025 9:08 AM
SJAU

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي چارو معاون قاضي عبدالهادي فضلي د ياد معاونيت تر چتر لاندې د کمېټو له مسؤلينو سره ناسته وکړه چې په کې د فرهنگي چارو، تضمین کیفیت، نصاب او برېښنايي زده‌کړو د عمومي کمېټو مسؤلينو برخه لرله.

د ياد معاونيت اړوند کمېټو خپل راپورونه، ستونزې، غوښتنې او وړانديزونه له علمي مرستيال سره شريک کړل، چې د نوموړي له لوري ستونزو د حل او غوښتنو د پوره کېدو ډاډ ورکړل او همداراز يې په اړوندو برخو کې د کمېټو مسؤلينو ته لازمې سپارښتنې او لارښوونې وکړې.

Latest news

Thu, Sep 24 2026 12:56 PM
Background image

د زراعت پوهنځي جديدالشمول محصلانو ته د ښه راغلاست او پوهنتون پېژندنې غونډه ترسره شوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د زراعت پوهنځي نويو محصلانو ته د ښه راغلاست او د پوهنتون له چاپېريال سره د پېژندگلوۍ غونډه جوړه شوه، چې په کې د پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع. . .

Thu, Sep 24 2026 9:38 AM
Background image

پوهنتون کې په نړيواله کچه د علمي- څېړنيزو مقالو د نشر لارو چارو په هکله روزنيز سېمينار وړاندې شو

دغه يو ورځنی علمي سېمينار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د مسلکي پرمختيا آمريت له لوري د معتبرو نړيوالو مجلو پېژندنه او په هغو کې بې له کوم لگښت څخه د مقالو د نشرولو په هکله جوړ شوی. . .

Sun, Sep 20 2026 3:28 PM
Background image

د پوهنتون عمومي رئيس د روان خزاني سمستر له تدریسي بهیر څخه لیدنه او څارنه وکړه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس مولوي عبدالواسع منصور، د دعوت او ارشاد آمريت مسؤلينو په گډون د يو پلاوي په ملتيا؛ د لوړو زده‌کړو وزارت د روان کال څلورمې گڼې رهبري شورا د ۱۰. . .

BACK TO NEWS