د محصلانو چارو مرستيال د جدید الشمول محصلينو د نوملیکنې له بهير څخه ليدنه وکړ

Abdullah Saeed
Mon, Aug 05 2024 1:44 PM
SJAU

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال پوهنمل علي احمد بهار د ۱۴۰۳ لمریز کال په کانکور ازموينه کې د بريالیو جدید الشمول محصلينو د نوملیکنې له بهير څخه ليدنه وکړه.

د محصلانو چارو مرستيال د نوملیکنې په پروسه کې د بوختو اداري کارمندانو د چارو ستاينه وکړه او محصلين يې د نومليکنې پر مهال د نظم مراعت ته را وبلل.

ياده دې وي، د نوملیکنې دا پروسه چې د زمري پر ۱۱ مه نېټه پيل شوې، له ټاکل شوي مهالوېش سره به سمه پای ته ورسېږي.

Latest news

Sat, Aug 15 2026 4:01 PM
Background image

کونړ ولايت کې د اسد ۲۴مه د فتحې ورځ په شاندارو مراسمو سره ولمانځل شوه

د غربي ښکېلاک د ماتې او اشغال د خاتمې تاريخي ورځ د يوې لويې پرتمينې ولسي غونډې په ترڅ کې ولمانځل شوه، چې په مراسمو کې يې د کونړ مرستيال والي مولوي عبدالله حقاني، د سيد جمال الدين افغاني. . .

Tue, Aug 11 2026 2:23 PM
Background image

د پوهنتون او کونړ ولايت د دوه ولايتي رياستونو ترمنځ د گډو همکاريو تفاهم‌ليکونه لاسليک شول

نن ورځ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون او د کونړ ولايت د دوه ولايتي رياستونو ترمنځ د علمي او مسلکي ظرفيت لوړونې په موخه د دوه اړخيزو همکاريو تفاهم‌ليکونه د پوهنتون علمي مرستيال او. . .

Tue, Aug 11 2026 9:30 AM
Background image

پوهنتون کې د۲۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د یو محراب جامع مسجد د جوړېدو چارې رسماً پیل شوې

د یاد مسجد چارې د یوې غونډې په ترڅ کې پیل شوې، چې د کونړ یو شمېر ولایتي ادارو رئیسانو، د کونړ ولايت مقام استازي، د پوهنتون رهبرۍ، استادانو او اداري کارکوونکو پکې حضور درلود.

د غونډې په. . .

BACK TO NEWS