د ټولنيزو علومو نړیوال ژورنال د چاپ په تړاو مشورتي ناسته وشوه

Abdullah Saeed
Mon, Mar 30 2026 2:52 PM
SJAU

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ ياده ناسته کې د نړيوال ژورنال لپاره د ټاکل کېدونکو مقالو پر محتوا بحث او خبرې وشوې او په د غه ناسته کې پرېکړه وشوه چې د نړيوال ژورنال په راتلونکي گڼې کې به چاپ کېدونکي مقالې د ياد ژورنال د علمي بورد له لوري تر ارزول کېدو او کتنې وروسته په يو منظم او ځانگړي فارمټ کې چاپ او خپرې شي. ياده ناسته چې د قرانکريم د څو مبارکو اياتونو پر تلاوت پیل شوې وه، په دُعايه کلماتو سره پای ته ورسېده.

Latest news

Wed, Aug 05 2026 3:09 PM
Background image

د پوهنتون او د کونړ ولايت د درې بېلابېلو اداري واحدونو ترمنځ د گډو همکاريو تفاهم‌ليکونه لاسليک شول

نن ورځ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون او د کونړ ولايت درې(۳) بېلابېلو ولايتي رياستونو ترمنځ د علمي او مسلکي ظرفيت لوړونې په موخه د دوه اړخيزو همکاريو تفاهم‌ليکونه د علمي مرستيال او د پ. . .

Mon, Aug 03 2026 10:35 AM
Background image

د پوهنتون او کونړ ولايت د پنځه بېلابېلو اداري واحدونو ترمنځ د گډو همکاريو هوکړه‌ليکونه د کونړ والي صاحب په حضور کې لاسليک شول

د کونړ په ولايت مقام کې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون او د کونړ ولايت پنځه بېلابېلو ولايتي رياستونو ترمنځ د علمي او مسلکي ظرفيت لوړونې په موخه د دوه اړخيزو همکاريو هوکړه‌ليکونه د کونړ. . .

Wed, Jul 29 2026 10:39 AM
Background image

پوهنتون کې د فقهي مجالسو لړۍ پيل شوه

د مهمو فقهي مسايلو د بحث، څېړنې او استنباط ياد مجالس، چې ټاکل شوې په مياشت کې به دوه ځله په پوهنتون کې ترسره کېږي، نن يې پرانيسته وشوه.

ياد مجالس د لوړو زده کړو محترم وزارت په هدايت د. . .

BACK TO NEWS