د پوهنتون اداري کارکوونکو ته د عقودو قانون په هکله د پوهاوي درې ورځنی سېمينار پيل شو

Abdullah Saeed
Sat, Aug 16 2025 4:03 PM
SJAU

دغه درې ورځنی سېمينار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د مالي او اداري چارو معاونيت په نوښت داير شوی؛ د پوهنتون رهبري او اداري کارکوونکي په کې برخه لري. د سېمينار په لومړۍ ورځ د قرآن کريم د څو مبارکو آیاتونو تر تلاوت وروسته د پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن د عقودو په هکله د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی له لوري د نوي توشېح شوي قانون د بيان او تشرېح په اړه علمي بحث وړاندې کړ او په پای کې يې د گډونوالو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.

د يادونې ده چې د عقودو قانون د مشرتابه عالي مقام له لوري په(۱) مقدمه، (۲) بابونو، (۴) فصلونو او(۴۰) مادو کې توشېح شوی ؛ د عقدونو انواع، بيع السلم، بيع بالقسط، اجارې او استصناع په هکله په کې حکمونه صادر شوي دي.

Latest news

Sat, Jun 20 2026 3:23 PM
Background image

د ښوونې او روزنې پوهنځي د عربي ژبې او ادب څانگې لرليد، رسالت او موخې

لرليد:

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د عربي ژبې او ادب څانکې همېشنۍ هڅه او ژمنه ده چې د خپلو علمي برنامو او متخصصو کادرونو پر مټ د ټولنې اړتیا سره سم په عربي. . .

Thu, Jun 18 2026 2:17 PM
Background image

د شرعياتو پوهنځي ممتاز محصلین د يوې غونډې په ترڅ کې وستايل شول

په ياده ستاينغونډه کې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور، د محصلانو مرستيال مفتي شېرافضل منصور، د شرعياتو پوهنځي رئيس مولوي کليم الله حقاني، د ياد. . .

Wed, Jun 17 2026 3:12 PM
Background image

د شرعي نظام په استحکام کې د اطاعت اغېزې کتاب د سیالۍ ممتاز گټونکي محصلین د یوې غونډې په ترڅ کې وستايل شول

دغه سيالي چې د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمريت له لوري جوړه شوې وه، د پنځه‌گونو پوهنځيو شاوخوا(۳۰۰) تنو محصلينو په کې نوم‌ليکنه کړې وه، چې د جوايزو د وېش. . .

BACK TO NEWS