د پوهنتون د 1405 مالي کال د فرنیچر باب او مفروشاتو قرارداد داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا
Publish Date
Closing Date
د داوطلبۍ شمېره: (MOHE/NCB 006/1405/SJAU/ KUNAR)
د سید جمال الدین افغاني پوهنتون ټولو هغو پر شرایطو برابر داوطلبانو ته بلنه ورکوي،چې د 1405 مالي کال د فرنیچر باب او مفروشاتو قرارداد په داوطلبۍ کې گډون وکړي، د ادارې اړوند شرطپاڼه دې په چاپ بڼه د (500) پنځه سوه افغانیو په مقابل کې تر لاسه کړي، داوطلبان دی خپل آفرونه د شرطپاڼه د مندرجاتو ، د عقودو قانون او کړنلارې له مخې په سربسته ډول د اعلان خپرېدو له نېټې څخه تر 11/7/1405 نېټې د(شنبې) په ورځ د سهار (10:00 AM) بجو پورې د سید جمال الدین افغاني پوهنتون اړوند د تدارکاتو آمریت ته چې د کونړ-جلال اباد لویې لارې تر څنگ سالار باغ کې موقیعت لري وسپاري، وروسته رسېدلي او انټرنیټي آفرونه د منلو وړ نه دي.
د آفر خلاصونې غونډه په 11/ 7/1405 نېټه د(شنبې) په ورځ د سهار په پوره (10:00AM) بجو د کونړ ولایت مستوفیت په ودانۍ کې تر سره کېږي.
