د پوهنتون رييس له شرعياتو پوهنځي څخه ليدنه وکړه.

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن له شرعياتو پوهنځي څخه د ليدنې په ترڅ کې د پوهنځي له مسؤلينو او استادانو سره د مجلس سربېره د تدريسي بهير ارزونه هم وکړه. نوموړي يادو مسؤلينو او استادانو ته په خطاب کې وويل چې د محصلينو د سالمې فکري او اصلاحي روزنې په برخه کې ورسپارل شوي مسؤليت ته جدي پاملرنه وکړي او د مشرتابه عالي مقام د فرامينو او حکمونو پوره تطبيق او د نصاب اصلاح ته پوره متوجه شي. همداراز د پوهنتون رييس د ياد پوهنځي مسؤلينو او استادانو ته د وزارت محترم مقام د تېرې رهبري شورا د پرېکړو د بشپړ پلي کېدو په هکله لارښوونه وکړه.
د شرعياتو پوهنځي رييس مولوي سراج الدين عمر منصور په ياده برخه کې د پوهنتون مشرتابه ته پوره اطمنان ورکړ او د پوهنځي اړوند ستونزې يې ورسره شريکې کړې چې د پوهنتون رييس له لوري ورته د حل ډاډ ورکړل شو.