د پوهنتون عمومي رئيس له مرستيالانو او د پوهنځيو رئيسانو سره مشورتي ناسته وکړه

Abdullah Saeed
Wed, Feb 04 2026 2:54 PM
SJAU

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور له مرستيالانو او د پنځه‌گونو پوهنځيو رئيسانو سره مشورتي ناسته وکړه. په پيل کې د پوهنتون عمومي رئيس اړوندو مسؤلينو ته لارښوونه وکړه، چې په پوره اخلاص او صداقت سره خپلې چارې مخکې يوسي او يو له بل سره پوره همکاري او ښه همغږي ولري. په ياد ناسته کې د پوهنتون ملکيتونو د ساتنې او اړوندو ادارو سره د هوکړه‌ليکونو پر لاسليک بحث او پرېکړې وشوې. دغه ناسته چې د قرانکريم د څو مبارکو اياتونو پر تلاوت پیل شوې وه، په دُعايه کلماتو سره پای ته ورسېده.

Latest news

Wed, Jun 03 2026 11:02 AM
Background image

د ښوونې او روزنې پوهنځي د کيميا څانگې لرليد، ماموريت او موخې

لر ليد

کيميا څانګه په پام کې لري چې په راتلونکي کې د مسلکي او لوړ رتبه کادري غړو، علمي څېړنو او پروګرامونو، د زده‌کړې غوره او مسلکي تواميتونو په کولو، محصلينو ته د غوره خدمتونو وړاندې. . .

Mon, Jun 01 2026 10:47 AM
Background image

د پسرلني سمستر نهايي ازموينې پيل شوې

دغه ازموینې د لوړو زده‌کړو محترم وزارت د لارښوونې له مخې او د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي شورا له پرېکړې سره سم نن ورځ چې د ١۴٠۵ هـ . ش کال د جوزا مياشتې له ۱۱مې نېټې سره. . .

Sun, May 31 2026 1:42 PM
Background image

د روان پسرلني سمستر نهايي ازموينې سبا پيلېږي

په سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې د روان ۱۴۰۵ تحصيلي کال د پسرلني سمستر نهايي ازموينې به سبا، د جوزا مياشتې پر(۱۱مه) نېټه پيل شي. دا چې د لوی اختر تر رخصتيو وروسته رسمي چارې په عادي. . .

BACK TO NEWS