د پوهنتون عمومي رئيس په مشرۍ د علمي شورا فوق العاده ناسته وشوه

Abdullah Saeed
Sun, Jan 11 2026 3:08 PM
SJAU

ياده ناسته چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور په مشرۍ وشوه، د پوهنتون مرستیالانو، د پوهنځيو رئیسانو او استادانو په کې برخه لرله؛ چې د پوهنتون معاونيتونو او پوهنځيو د ۱۴۰۴ کال درېيمې ربعې راپورونو تائيد، له سرد سير څخه گرمسير ته د پوهنتون تحصيلي تقويم په بدلېدو سره راتلونکي بهاري سمستر ته د چمتووالي او يو شمېر نورو موضوعاتو په اړه يې بحث او پرېکړې وکړې.

د پوهنتون عمومي رئيس د پرانیستې وینا پر مهال په اسلامي شريعت کې د شورا پر مقام، ارزښت او اهميت هر اړخيزې خبرې وکړې او اړوند مسؤلين يې خپلو دندو ته ځیر کړل. ورپسې د پوهنتون مرستيالانو او د پوهنځيو رئیسانو د ۱۴۰۴ کال درېيمې ربعې راپورونه له شورا سره شريک کړل، چې د يو لړ اصلاحاتو وروسته تائيد شول. ياده ناسته چې د قرانکريم د څو مبارکو اياتونو پر تلاوت پیل شوې وه، په دُعايه کلماتو سره پای ته ورسېده.

Latest news

Mon, Jul 13 2026 3:26 PM
Background image

د شرعياتو پوهنځي استاد پوهندوی علمي رتبې ته د ترفيع په موخه خپل دويم علمي کنفرانس وړاندې کړ

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د شرعياتو پوهنځي د فقهې او قانون څانگې استاد پوهنمل دوکتور محمد سليم کريمزي د پوهندوی علمي رتبې ته د ترفيع په موخه(د تجارتي دعوې په اثبات کې د تجارتي. . .

Mon, Jul 13 2026 12:38 PM
Background image

د شرعياتو پوهنځي استادانو له لوري د ترسره شويو څېړنو پايلې له اړوندو ادارو او گډونوالو سره شریکې شوې

په دې تړاو جوړې شوې غونډې ته د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي څېړنو مرستيال پوهنوال دوکتور سيد اصغر هاشمي په خپلو خبرو کې د استادانو له لوري په ترسره شويو څېړنو خوښي وښوده او. . .

Mon, Jun 29 2026 3:42 PM
Background image

د درسي، څېړنيزو او مطالعاتي اثارو د ارزونې لارښود د تشرېح په تړاو يو ورځنی سېمينار داير شو

د پوهاوي دغه سېمينار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنتون د علمي معاونيت له لوري د معلوماتي ټکنالوژۍ په مرکز کې جوړ شوی ؤ، د پوهنتون مشرتابه پلاوي، د پوهنځيو رئيسانو، د څانگو. . .

BACK TO NEWS