د پوهنتون په اداري ناسته کې د دعوت او ارشاد درسونو کې په فعال گډون ټينگار وشو

Abdullah Saeed
Sun, Jul 28 2024 1:12 PM
SJAU

دغه ناسته چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون مالي او اداري چارو مرستيال قاري رحمن الله صادق په مشرۍ تر سره شوه په کې د پوهنتون آمرينو، تدريسي او عمومي مديرانو برخه لرله.

ياده کاري ناسته کې په چارو کې سلسله مراتب مراعتول، په رسمي وخت خپلو چارو ته پوره پاملرنه، د دعوت او ارشاد آمريت په درسونو کې فعال گډون او  سپارښتنې يې عملي کول او نور بېلا بېل موضوعات بحث شول.

د پوهنتون مالي او اداري مرستيال په خپلو خبرو کې د يادو موضوعاتو په هکله اړوندو مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې او لارښوونې وکړې.

Latest news

Tue, Oct 20 2026 2:41 PM
Background image

د کونړ محترم والي له سيد جمال الدين افغاني پوهنتون څخه د ليدنې پرمهال د پوهنتون په علمي شورا کې گډون او وينا وکړه

د کونړ محترم والي الحاج مولوي قدرت الله ابوحمزه له سيد جمال الدين افغاني پوهنتون څخه د ليدنې په ترڅ کې د ياد پوهنتون په علمي شورا کې گډون او وينا وکړه، چې د پوهنتون رهبرۍ او علمي شورا. . .

Thu, Oct 15 2026 12:05 PM
Background image

د پوهنتون عمومي رئیس له اداري او خدماتي کارکوونکو سره ناسته وکړه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور د پوهنتون له اداري او خدماتي کارکوونکو سره ناسته وکړه. د پوهنتون عمومي رئیس په خپلو خبرو کې ياد کارکوونکي مخاطب. . .

Tue, Oct 13 2026 1:57 PM
Background image

د شرعياتو پوهنځي ممتاز محصلان د يوې غونډې په ترڅ کې وستايل شول

ياده ستاينغونډه چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د شرعياتو پوهنځي په نوښت ترسره شوه، د شرعياتو پوهنځي مسؤلينو، استادانو او محصلينو په کې گډون کړی ؤ.

غونډې ته د شرعياتو پوهنځي مرستيال. . .

BACK TO NEWS