د ځنگلونو ارزښت، ساتنې، ورپېښو گواښونو او د حل لارو چارو تر سرليک لاندې علمي سېمينار وړاندې شو

Abdullah Saeed
Wed, Apr 15 2026 2:53 PM
SJAU

دغه سېمينار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د زراعت پوهنځي د ځنگلپوهنې او طبيعي سرچينو څانگې په نوښت جوړه شوی ؤ، د ياد پوهنځي استادانو او محصلانو په کې برخه لرله. په پيل کې د زراعت پوهنځي مرستيال پوهنمل عنايت الله جنتي د ښه راغلاست او پرانيستې وینا تر څنگ، د دا ډول علمي سېمينارونو دايرول خورا مهم وبلل او د سېمينار له تنظيموونکو يې مننه وکړه. د ياد سېمينار په ترڅ کې د ځنگلپوهنې او طبيعي سرچينو څانگې آمر پوهنمل شاهدالله امن له لوري د ځنگلونو ارزښت، پر وړاندې يې شته ستونزې او د حل لارو چارو په تړاو علمي سېمينار وړاندې شو او همداراز يې د گډونوالو پوښتنې هم ځواب کړې.

Latest news

Sun, Apr 19 2026 9:48 AM
Background image

کونړ ولايت کې د تنوير خصوصي پوهنتون د دعوتي چارو څارنه او ارزونه وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رياست مقام له لوري د دعوت او ارشاد آمر په مشرۍ ټاکل شوي پلاوي په کونړ ولايت کې د تنوير خصوصي پوهنتون له دعوتي چارو څارنه او ارزونه وکړه. د دعوت او ارشاد. . .

Sun, Apr 19 2026 9:28 AM
Background image

پوهنتون د ليليې محصلينو د نظم لا ښه‌والي په پار له ليليې څخه ليدنه او څارنه وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د مالي او ادري چارو مرستيال حافظ مولوي محمدعثمان سعيد په لارښوونه د پوهنتون د تهيې، تدارکاتو او خدماتو آمر محمد موسی محمدي په مشرۍ ټا کل شوي پلاوي د نظم. . .

Sat, Apr 18 2026 1:54 PM
Background image

د دعوت او ارشاد آمريت له لوري محصلينو ته علمي سېمينار وړاندې شو

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د دعوت او ارشاد آمريت د خپلو اصلاحي او روزنيزو پروگرامونو په لړ کې د پنځه‌گونو پوهنځيو محصلينو ته د وخت ارزښت تر سرليک لاندې اصلاحي او معلوماتي سېمينار. . .

BACK TO NEWS