د ښوونې او روزنې پوهنځي دوه تنو استادانو پوهندوی علمي رتبې ته د ترفيع په موخه خپل دويم علمي کنفراسونه وړاندې کړل

Abdullah Saeed
Wed, Jul 16 2025 8:37 AM
SJAU

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د انگليسي ژبې او ادب دپيارتمنت استادانو هر يو: پوهنمل فرمان الله سلطاني او پوهنمل سعیدالله رحمتزي پر بېلابېلو څېړنيزو موضوعاتو د پوهندوی علمي رتبې ته د ترفيع په موخه خپل دويم علمي کنفرانسونه وړاندې کړل.

ياد کنفرانسونه چې د پوهنتون مسلکي زده‌کړو په پرمختیايي مرکز کې وړاندې شول د علمي څېړنو او مجلې مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي، د ژوري هيئت غړو او د پوهنتون استادانو په کې گډون کړی وو چې له ازاد بحث او د ژوري هيئت له مثبتې ارزونې وروسته پر دُعايه کلماتو سره پای ته ورسېدل.

Latest news

Wed, Aug 05 2026 3:09 PM
Background image

د پوهنتون او د کونړ ولايت د درې بېلابېلو اداري واحدونو ترمنځ د گډو همکاريو تفاهم‌ليکونه لاسليک شول

نن ورځ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون او د کونړ ولايت درې(۳) بېلابېلو ولايتي رياستونو ترمنځ د علمي او مسلکي ظرفيت لوړونې په موخه د دوه اړخيزو همکاريو تفاهم‌ليکونه د علمي مرستيال او د پ. . .

Mon, Aug 03 2026 10:35 AM
Background image

د پوهنتون او کونړ ولايت د پنځه بېلابېلو اداري واحدونو ترمنځ د گډو همکاريو هوکړه‌ليکونه د کونړ والي صاحب په حضور کې لاسليک شول

د کونړ په ولايت مقام کې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون او د کونړ ولايت پنځه بېلابېلو ولايتي رياستونو ترمنځ د علمي او مسلکي ظرفيت لوړونې په موخه د دوه اړخيزو همکاريو هوکړه‌ليکونه د کونړ. . .

Wed, Jul 29 2026 10:39 AM
Background image

پوهنتون کې د فقهي مجالسو لړۍ پيل شوه

د مهمو فقهي مسايلو د بحث، څېړنې او استنباط ياد مجالس، چې ټاکل شوې په مياشت کې به دوه ځله په پوهنتون کې ترسره کېږي، نن يې پرانيسته وشوه.

ياد مجالس د لوړو زده کړو محترم وزارت په هدايت د. . .

BACK TO NEWS