سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د اقتصاد پوهنځي ۱۱۵ تنه محصلين فارغ او د ټولنې خدمت ته وړاندې کړل

Abdullah Saeed
Wed, Nov 22 2023 3:09 PM
SJAU

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د لېسانس په کچه تر لوړو زده کړو وروسته ۱۱۵ تنه محصلين فارغ او د ټولنې خدمت ته وړاندې کړل.

۸ مه، جمادی الاول، ۱۴۴۵ هـ . ق

په همدې موخه ترتيب شوې غونډه کې چې د پوهنتون په تالار کې جوړه شوې وه، د دې پوهنتون رييس پوهنمل محب الله محب، د پوهنتون علمي چارو مرستيال پوهندوی ميرويس ستانکزي، د مالي او اداري چاري مرستيال قاري رحمن الله صادق، ننکرهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځي رييس پوهنوال محمد صادق رهنما او د دې پوهنځي استادانو، د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د بېلابېلو پوهنځيو رييسانو او استادانو، د پوهنتون اداري کارکوونکو، فارغېدونکو محصلينو او هغوی د کورنیو غړو برخه لرله.

پيل کې د قرآن کريم د مبارکو آیاتونو تر تلاوت وروسته د اقتصاد پوهنځي رييس پوهنيار حامد احمد مراد د غونډې گډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنگ؛ فارغېدونکو محصلينو او د هغوی کورنيو ته مبارکي وويله او فارغېدونکي محصلين يې مخاطب کړل چې کورنۍ، ټولنه او نظام مو له تاسو د خدمت تمه لري، نو د دې لپاره کلکه اراده وکړئ او لوړې موخې وټاکئ.

ورپسې د پوهنتون رييس پوهنمل محب الله محب فارغېدونکو محصلينو ته وويل: تاسو په خپله اخېستل شوې روزنه، تر لاسه کړو وړتياو او پوهې باور وکړئ؛ موږ پر تاسو باور لرو، چې د هېواد په اقتصادي وده کې به رغنده رول ادا کوئ .

نوموړي د اقتصاد پوهنځي له وروستيو لاسته راوړنو مننه وکړه چې له امله يې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د افغانستان اقتصادي پرمختيا په ملي کنفرانس کې، چې د لوړو زده کړو محترم وزارت له لوري په پکتيا پوهنتون کې جوړ شوی ؤ؛ دويم مقام خپل کړ.

نوموړي فارغېدونکو محصلينو ته په خطاب کې وويل، چې د نظام مشران مو د هېواد اقتصادي ودې لپاره ستاسو ګټورو طرحو ته په ارزښت او لومړيتوب قايل دي، نو په دې برخه کې خپل مسؤليت ادا کړئ.

غونډې ته د ياد پوهنتون علمي مرستيال پوهندوی ميرويس ستانکزي په خپلو خبرو کې اقتصادي ازادي د ټولنې حقيقي ازادي وبلله او فارغېدونکي محصلين يې خپلو مسؤليتونو ته ځير کړل.

هغه هېوالوالو ته ډاډ ورکړ، چې دا فارغېدونکي مسلکي کادرونه په اسلامي روحيه او د اوسني عصر له غوښتنو سره سم په اقتصادي سکتور کې روزل شوي دي.

په غونډه کې د ننګرهار پوهنتون استاد پوهنوال حمدالله نظامي، فارغېدونکو محصلينو د کورنيو په استازيتوب مولوي نازک مير ايوبي او د محصلينو په نماينده‌گۍ قاري صبغت الله هم ويناوې وکړې.

ياده غونډه فارغانو ته د تصدیق پاڼو له وېش وروسته په دُعايه کلماتو سره پای ته ورسېده.

Latest news

Sat, Oct 25 2025 2:55 PM
Background image

د پوهنتون رهبري شورا ناسته وشوه

نن ورځ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن په مشرۍ او د پوهنتون مرستيالانو په گډون د رهبري شورا ناسته وشوه چې د مشرتابه عالي مقام له لوري د توشېح شويو قوانينو،. . .

Thu, Oct 23 2025 11:11 AM
Background image

د شل کلنې جهادي دورې د يادونو شپه تر سرليک لاندې علمي کنفرانس داير شو

تېره شپه د ماښام تر لمانځه وروسته د ليليې په مسجد کې په همدې اړوند د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون فرهنگي چارو عمومي کمېټې په نوښت، د دعوت او ارشاد او د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ. . .

Thu, Oct 23 2025 9:40 AM
Background image

محصلینو ته د نشه‌يي توکو زيانونو په تړاو د پوهاوي سېمينار دایر شو

د عامه پوهاوي دغه يو ورځنی سېمينار چې د نشه‌يي توکو زيانونو او حل لارو پېژندنې په تړاو د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمريت په. . .

BACK TO NEWS