شرعياتو او د ښوونې او روزنې پوهنځيو خپلو نويو محصلينو ته د ښه راغلاست غونډې جوړې کړې
شرعياتو او د ښوونې او روزنې پوهنځيو خپلو نويو محصلينو ته د ښه راغلاست او د پوهنتون له چاپېريال سره د پېژندګلوۍ غونډې جوړې کړې، چې په کې د پوهنځيو مشرتابه، استادانو او محصلانو برخه لرله.
د يادو پوهنځيو استادانو له لوري د پوهنتون او پوهنځيو تشکیلاتي جوړښت، پوهنتوني چاپېریال، د محصل مسؤلیتونو، نصاب، کرېديت لايحې، د ليليې مقررې، تاجیل، منفکۍ، نظم او دسپلين، ازموینو د ډولونو، کتابتون او نورو اړونډو موضوعاتو په اړه چمتو کړي پرېزنټېشنونه وړاندې شول.