شرعياتو پوهنځي له تدریسي بهیر څخه څارنه وشوه
د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون مشرتابه پلاوي د شرعياتو پوهنځي له تدریسي بهیر څخه لیدنه وکړه.
پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی ميرويس ستانکزي او د محصلانو چارو مرستیال پوهنمل علي احمد بهار د شرعياتو پوهنځي تدریسي چارې له نږدې ولیدې چې د لیدنې پر مهال يې د پوهنځي د تدریسي بهیر د څارنې او ارزونې تر څنګ؛ د استادانو او محصلینو ستونزې واورېدې او هغوی ته يې د حل ډاډ وکړ.
ياد پلاوي د تدریسي بهیر له څارنې او ارزونې وروسته د چارو د لا ښه والي په موخه د پوهنځي مسؤلینو ته اړینې سپارښتنې او لارښوونې وکړې.