محصلینو ته د پوهاوي يو ورځنی سېمينار دایر شو

Abdullah Saeed
Wed, Jun 25 2025 3:33 PM
SJAU

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون محصلينو ته د ساري ناروغيو د مخنيوي په هکله د پوهاوي سېمينار داير شو. د عامه پوهاوي دغه سېمينار چې پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمريت په همکارۍ د کونړ ولايت د عامې روغتيا رياست له لوري د پوهنتون د غونډو په تالار کې جوړ شوی ؤ؛ د پوهنتون مشرتابه، د عامې روغتيا رياست استازو او د ياد پوهنتون لسگونو محصلينو په کې برخه لرله.

د سېمينار په پرانيسته کې د پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن له ناروغيو څخه د مخنيوي په برخه کې د وقايې پر ارزښت او هميت هر اړخيزې خبرې وکړې او د سېمينار له تنظيموونکو يې مننه وکړه. ورپسې د مولوي تيمورشاه راشد او ډاکټر سعادت الله ضياء له لوري د اسلام مبارک دين او د طب له نظره د ساري ناروغيو د مخنيوي موضوعات وار په وار تشريح شول او همداراز يې د گډونوالو پوښتنې هم ځواب کړې.

د يادونې ده چې برخه‌والو محصلينو د سېمينار پر دايرېدو خوښي وښوده او په راتلونکي کې يې د ورته نورو پروگرامونو د جوړېدو غوښتنه وکړه.

Latest news

Sun, Jun 14 2026 3:41 PM
Background image

د اداري پروسو د ساده‌سازۍ په موخه ځانگړی هيئت وټاکل شو

د پوهنتون په اداري شورا کې د ساده شويو اداري پروسو له تطبيق څخه د څارنې او د پاتې اداري پروسو د لا ساده‌سازۍ په موخه ځانگړی هيئت وټاکل شو. ياده پرېکړه د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون. . .

Sat, Jun 13 2026 6:16 PM
Background image

د پنځه‌گونو پوهنځيو له محصلينو څخه رقابتي ازموينه واخيستل شوه

په سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې له محصلينو څخه د شرعي نظام په استحکام کې د اطاعت اغېزې کتاب کې د سيالۍ په موخه ازموينه واخيستل شوه.

دغه سيالي چې د محصلانو چارو معاونيت اړوند د. . .

Sat, Jun 13 2026 6:05 PM
Background image

د پوهنتون اداري کارکوونکو ته د ناسمو رواجونو مخنيوي(۱۷مه) گڼه فرمان په هکله د پوهاوي سېمينار دایر شو

د خېښۍ، ودونو، مصيبتونو او همدا راز له حج او عمرې څخه د راستنېدو پر مهال د ناسمو رواجونو د مخنيوي په هکله(۱۷مه) گڼه فرمان د درېيمي مادې په تړاو، چې له حج او عمرې څخه د راستنېدو پر مهال. . .

BACK TO NEWS