هغه استادان او محصلين به ستايل کېږي چې د پوهنتون په عمومي کتابتون کې دوامداره مطالعه کوي
په لومړي ځل د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د عمومي کتابتون هئيت ايجاد او په خپله لومړۍ ناسته کې يې ځينې مهمې پرېکړې وکړې. ياد هيئت چې د څېړنو او علمي مجلو معاونيت په چوکاټ کې ايجاد شو، په خپله لومړۍ ناسته کې يې پرېکړه وکړه چې تر دې وروسته به د هر کال په پای کې هغه(۱۰) تنه محصلين او(۵) تنه استادان د يوې ځانگړې غونډې په ترڅ کې ستایل کېږي، چې د کال په جریان کې یې د پوهنتون په عمومي کتابتون کې ډېره مطالعه کړې وي.
د څېړنو او علمي مجلو مرستيال پوهنوال دوکتور سيد اصغر هاشمي وايي چې له دې کار څخه يې موخه محصلان او استادان پراخې مطالعې ته هڅول دي، چې په دې سره به علمي فضا لا پياوړې او د زده کړې کيفيت به لوړ شي.
د يادونې وړ ده چې ياد هيئت د مطالعې فرهنگ د لا پياوړيتا په موخه رامنځته شوی چې د پوهنتون عمومي کتابتون مسؤلينو سربېره په کې د پوهنځيو د کتابتون مسؤلين هم برخه لري.
