پوهنتون د تضمين کيفيت مرکزي کمېټې ناسته وکړه
سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د تضمين کيفيت مرکزي کمېټې د پوهنتون علمي چارو مرستيال پوهندوی ميرويس ستانکزي په مشرۍ ناسته وکړه، چې په کې د يادې کمېټې غړو برخه لرله.
په ياده کاري ناسته کې د علمي چارو مرستيال د کمېټې مسؤلينو ته د تضمين کيفيت په برخه کې لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې او د هغوی نظریات او وړاندیزونه يې واورېدل.
د تضمين کيفيت په دې کاري ناسته کې پر بېلابېلو موضوعاتو تر بحث وروسته لازمې پرېکړې وشوې.