پوهنتون د رهبري شورا ناسته وشوه

Abdullah Saeed
Sun, Jun 15 2025 1:28 PM
SJAU

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن په مشرۍ او د پوهنتون مرستيالانو په گډون د رهبري شورا ناسته وشوه چې په کونړ ولايت کې د ۱۴۰۴ کال کانکور ازموينې لپاره د چمتووالي او نور بېلابېل موضوعات په کې بحث او لازمې پرېکړې پرې وشوې.

پوهنتون رييس د پرانیستې وینا پر مهال د ښه راغلاست ترڅنگ د يادو  موضوعاتو په هکله اړوندو مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې او لارښوونې وکړې.

د يادونې ده چې د ازموینو ملي ادارې له پلان سره سم د کونړ ولایت د ۱۴۰۴ کال کانکور ازموینې د بایومتریک معلوماتو ثبتولو پروسه به راتلونکې دوشنبه او سه‌شنبه د غبرگولي/جوزا پر(۲۶- ۲۷مه) نېټه او د کانکور ازموینه به د چهارشنبې، پنجشنبې او جمعې په ورځو د غبرگولي/جوزا پر(۲۸۲۹۳۰مه) نېټه په کونړ سيد جمال الدين افغاني پوهنتون-يارگل بېله کې واخیستل شي.

Latest news

Mon, Dec 15 2025 2:49 PM
Background image

په پوهنتون کې د پايلو پر بنسټ پوهې او محصل محوره زده کړو د تدرسي تگلارو روزنيز ورکشاپ پيل شو

دغه ورکشاپ چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي چارو معاونيت په چوکاټ کې د مسلکي پرمختيا آمريت له لوري د(۱۰) لسو ورځو پر دوام پلان شوی دی، د ياد پوهنتون د پنځه‌گونو پوهنځيو شااوخوا. . .

Mon, Dec 15 2025 1:39 PM
Background image

د پوهنتون عمومي رئيس د پوهنځيو د څانگو له آمرينو سره ناسته وکړه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور د پوهنځيو د څانگو له آمرينو سره ناسته وکړه. په پيل کې د قرانکريم د څو مبارکو آياتونو تر تلاوت وروسته د پوهنتون. . .

Sun, Dec 14 2025 1:29 PM
Background image

د پوهنتون عمومي رئيس په خپل کاري دفتر کې د تنوير خصوصي پوهنتون له مسؤلينو سره ناسته وکړه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور د تحصيلي نظام په پياوړتيا کې د خصوصي پوهنتونونو پر ارزښت او اهميت خبرې وکړې او په دې برخه کې يې د لوړو زده کړو. . .

BACK TO NEWS