پوهنتون د رواني مشاورې مرکز مسؤلينو د خپلو خدمتونو په اړه معلومات ورکړل
سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د رواني مشاورې مرکز مسؤلينو د پنځهگونو پوهنځيو محصلينو ته د خپلو خدمتونو په اړه معلومات ورکړل او همداراز يې د لومړنيو ټولگيو محصلينو د رواني وضعيت ارزونه وکړه.
د ياد مرکز مسؤل پوهنمل اسدالله کليوال په خپلو خبرو کې وويل چې محصلین کولای شي له هر پلوه د یوه خوندي چاپېریال په توگه په دې مرکز کې خپلې ستونزې له اروايي مشاورینو سره شریکې او په اړه یې علمي مشورې ترلاسه کړي.