پوهنتون د علمي چارو مرستيال له زراعت پوهنځي څخه ليدنه وکړه

Abdullah Saeed
Thu, Dec 26 2024 11:17 AM
SJAU

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي چارو مرستيال قاضي عبدالهادي فضلي له زراعت پوهنځي څخه د کتنې په ترڅ کې د ياد پوهنځي له مسؤلينو او استادانو سره ناسته وکړه او همداراز يې د دې پوهنځي علمي او اداري چارې وارزولې.

پيل کې د ياد پوهنځي رييس پوهندوی محمد حسن محمدي د پوهنځي د پرمختگونو، لاسته راوړنو، شته ستونزو او راتلونکو پلانونو په اړه خبرې وکړې. ورپسې د پوهنتون علمي چارو مرستيال په خپلو خبرو کې د زراعت پوهنځي په لاسته راوړنو خوښي وښوده او ستونزو د حل ډاډ يې ورکړ.

Latest news

Sat, Oct 24 2026 2:22 PM
Background image

د افغانستان مالياتي نظام تر سرليک لاندې معلوماتي سيمينار وړاندې شو

ياد سیمينار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استادانو او محصلانو ته له ماليې وزارت څخه د راغلي پلاوي په همکارۍ وړاندې شو، د پوهنتون رهبرۍ، د کونړ مستوفيت استازو، د. . .

Tue, Oct 20 2026 2:41 PM
Background image

د کونړ محترم والي له سيد جمال الدين افغاني پوهنتون څخه د ليدنې پرمهال د پوهنتون په علمي شورا کې گډون او وينا وکړه

د کونړ محترم والي الحاج مولوي قدرت الله ابوحمزه له سيد جمال الدين افغاني پوهنتون څخه د ليدنې په ترڅ کې د ياد پوهنتون په علمي شورا کې گډون او وينا وکړه، چې د پوهنتون رهبرۍ او علمي شورا. . .

Thu, Oct 15 2026 12:05 PM
Background image

د پوهنتون عمومي رئیس له اداري او خدماتي کارکوونکو سره ناسته وکړه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور د پوهنتون له اداري او خدماتي کارکوونکو سره ناسته وکړه. د پوهنتون عمومي رئیس په خپلو خبرو کې ياد کارکوونکي مخاطب. . .

BACK TO NEWS